امريكايي چارواكو ويلي، چې لس تنه يې روسيې لپاره د چاسوسۍ په تور نيولي دي.
د چارواكو په وينا، نيول شويو كسانو غوښتل، چې امريكې د اتومي وسلو، د ايران او امريكې د اختلافاتو، د سي آى اى او نورو سياسي ګوندونو په اړه معلومات ټول او روسيې ته يې وركړي.

د عدليې وزارت چارواكو ويلي، چې دغو نيول شويو كسانو ته كه جرم يې ثابت شي لږ تر لږه پنځه كاله د بند سزا وركړل شي.
يادو چارواكو زياته كړې، چې دغه كسان له څو كلونو پلټنو وروسته نيول شوي دي.
ياد تورن چې د امريكا په بېلابېلو سيمو كې نيول شوي، ځينو يې له ۱۹۹۰ميلادي كال راهيسې په امريكې كې د عادي وګړو په توګه ژوند كاوه
د چارواكو په وينا دوى ته د روسيې د استخباراتي ادارې لخوا زده كړې وركړل شوي دي.
له نيول شويو كسانو څخه به يې نهو هغو ته د ناقانونه لارو د لاسته راغلو پيسو د قانوني ثابتولو يا (پيسو پاكونې) د جرم سزا هم وركړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ