د ملګرو ملتونو سر مونشي بانكي مون د نړۍ پر بډايه هېوادنو غږ كړى، چې د نړيوالو مرستو ژمنه دې پوره كړي، يادو هېوادنو ژمنه كړې وه، چې تر راتلونكو څلورو كلونو پورې به پنځه زره مليونه امريكايي ډالر ملګرو ملتونو ته وركوي.

نوموړي دغه خبره د اتو صنعتي هېوادنو له غونډې وروسته بي بي سي ته په ځانګړې مركه كې كړې وه.
د ده په وينا، تر اوسه بډايو هېوادونو خپلې ژمنې سمې نه دې پوره كړې، كه دوى دا كار وكړي، نړۍ كې به د بې وزلې او فقر نوم له منځه لاړ شي.
بل پلو اتو سترو صنعتي هېوادنو د روان ميلادي كال په مارچ كې د جنوبي كوريا د سمندري بېړۍ د ډوبولو له امله پر شمالي كوريا سختې نيوكې وكړې.
دغه راز يادو هېوادنو پر ايران هم غږ وكړ، چې د انساني حقونو او قانون په پليكېدا كې دې كوښښ وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ