ads

فيصل شهزاد پر ځان لګيدلي تورونه ومنل

د نيويارك په ګڼ مېشتې سيمې، ټايمز څلور لاري كې د بم ناكامه بريد كوونكي فيصل شهزاد پرځان ټول لګيدلي ټول تورونه ومنل.     د نيويارك په ګڼ مېشتې سيمې، ټايمز څلور لاري كې د بم ناكامه بريد كوونكي فيصل شهزاد پرځان ټول لګيدلي ټول تورونه ومنل. پر ده لس تورونه دي، چې ويره […]

نویسنده: The Killid Group
1 چنګاښ 1389

د نيويارك په ګڼ مېشتې سيمې، ټايمز څلور لاري كې د بم ناكامه بريد كوونكي فيصل شهزاد پرځان ټول لګيدلي ټول تورونه ومنل.

 

 

د نيويارك په ګڼ مېشتې سيمې، ټايمز څلور لاري كې د بم ناكامه بريد كوونكي فيصل شهزاد پرځان ټول لګيدلي ټول تورونه ومنل.

پر ده لس تورونه دي، چې ويره اچونه او د پراخې كچې د وسلو كارولو كوښښ پكې شامل دي.

فيصل شهزاد ، چې تېرې ورځې په ماسپښين كله محكمې ته وړاندې شو، هغه پكې پر ځان لګيدولو تورونو دمنلو سربېره وويل، چې دى غواړي امريكا ته وښايي چې كه دوى له افغانستان او عراقه ونه وځي او په مسلمانو هېوادنو كې لاسوهنه بس نه كړي، نو دوى به پرې بريدونه وكړي.

ده د مۍ په لومړۍ نېټه ټايمز څلورلاري ته څېرمه په يوه موټر كې چاودېدونكي توكي ځاى پرځاى كړي وو او دغه موټر فيصل شهزاد له دې پېښې څو ورځې وړاندې اخيستې و.

نوموړى له دې ناكامه بريده دوه ورځې وروسته د نيويارك په جي ايف هوايي اډې كې ونيول شو.

له فيصل شهزاد څخه، چې كله په محكمه پر ده د ليګېدلو تورونو په اړه پوښتنه وشوه، ده اعتراف وكړ او ويې ويل، چې دى يو ځل نه سل ځله خپل جرم مني.

د امريكې د قانون له مخې به ده ته له اعتراف وروسته د عمر بند سزا وركړل شي، خو تر اوسه محكمې كومه رسمي پرېكړه نه ده كړې، دا چې څه به كېږي په اكتوبر كې به معلومه شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA