اسرئيلو له ملګرو ملتونو څخه غوښتې، چې غزه كې پر مرستندويه بېړۍ د شوي بريد نړيواله پلټنه دې وځنډوي. دغه خبره د اسرائيلو دفاع وزير ايهود براك د ملګرو ملتونو سر منشي باكي مون ته د خبرو پر مهال ياده كړې ده.
اسرئيلو له ملګرو ملتونو څخه غوښتې، چې غزه كې پر مرستندويه بېړۍ د شوي بريد نړيواله پلټنه دې وځنډوي.
دغه خبره د اسرائيلو دفاع وزير ايهود براك د ملګرو ملتونو سر منشي باكي مون ته د خبرو پر مهال ياده كړې ده.
نوموړي ويلي دي، چې دا مهال د غزې د كلابندۍ د ماتولو هڅې روانې دي، نو په دې خاطر دوى له ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې په دې برخه كې د هر راز پلټونو مخنيوى وكړي.
د تركيې په مرستندويه بېړۍ باندې بريد كې ۹ تنه وژل شوي وو.
اسرائيلو ويلي و، چې د دوى پوځيانو د خپلې دفاع لپاره وسله كارولې وه، خو په بېړۍ كې سپورو مرستندويه كاركوونكو دغه ادعا رد كړې وه.
د يادونې وړ ده چې تر بريد وروسته پر اسرائيلو نړيوال فشار ډېر شوى دى، چې له كبله يې اسرائيلو د تېرې جمعې په ورځ د غزې په كلابندۍ كې يو څه نرمي راوسته او غزې ته يې د بشري مرستو، د لېږد اجازه وركړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ