ads

تر۲ لكو زيات قرغزيان بې كوره شول

ملګرو ملتونو ويلي چې نږدې ۲سوه زره قرغزيان پخپل هېواد كې بې كوره شوي او تر ۵۰زور زيات يې ازبكسان ته رسېدلي دي. بل پلو د سره صليب نړيوالې ټولنې ويلي، چې كه څه هم د دولتي شمېرو پر بنسټ په روانو تاوتريخوالو كې نږدې ۱۷۰تنه وژل شوي، خو په حقيقت كې د وژل شويو […]

نویسنده: The Killid Group
26 غبرګولی 1389

ملګرو ملتونو ويلي چې نږدې ۲سوه زره قرغزيان پخپل هېواد كې بې كوره شوي او تر ۵۰زور زيات يې ازبكسان ته رسېدلي دي.

بل پلو د سره صليب نړيوالې ټولنې ويلي، چې كه څه هم د دولتي شمېرو پر بنسټ په روانو تاوتريخوالو كې نږدې ۱۷۰تنه وژل شوي، خو په حقيقت كې د وژل شويو كسانو شمېره تر زرګونو هم اوړي.

د ملګرو ملتونو ادارې لومړۍ الوتكه چې پكې خېمې، كمپلې او نور اړين توكي دي ازبكستان ته پر لاره ده.

د سور صليب نړيواله ټولنه اوش او جلال اباد كې زيانمنو ازبكانو ته روغتيايي وسايل رسوي.

د منځني اسيا  لپاره د امريكا استازى رابرټ بليك نن ازبكستان ته رسېدلى، دى به سرحدي سيمې فرغنه ته هم لاړ شي، ترڅو خپله له قرغزستان څخه د راغليو زيانمنو كسان حالت وګوري او امريكا يې له مخې مرستې ورواستوي.

تېره ورځ د قرغزستان لنډ مهاله حكومت بهرنۍ مرستې په دې نامه چې اوس په اوش او نږدو سيمو كې حالات ښه شوي رد كړلې.

د قرغز حكومت په وينا په سيمه كې اوس حالات ښه شوي او عسكر كوښښ كوي چې حالات لاپسې كابو كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA