د بريتانيا صدارعظم ډېوېډ کامرون وايي، چې له افغانستان او پاکستان څخه د القاعده ګواښ کم شوى، خو که په افغانستان کې نن ورځ د بريتانيا او نورې نړۍ ځواکونه حظور ونه لري القاعده به بېرته دې هېواد ته راوګرځي او بريتانيا ته به زيات ګواښ متوجه کړي.

ډېوېډ کامرون، چې پرون يې د خپل هېواد پارلمان ته د افغانستان د وروستي سفر په اړه معلومات ورکول دغه راز وويل، چې په افغانستان کې د پوځي هڅو ترڅنګ بايد سياسي هلې ځلې هم پراخې شي ځکه د ده په وينا وسله وال بغاوتونه معمولاً د خبرو له لارې پاي ته رسيدلي نه د پوځي کاميابۍله لارې.
د بريتانيا صدارعظم د پارلمان غړيو ته په خبرو کې دغه راز خبردارى ورکړ، چې بريتانيا بايد په روان دوبي کې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو د تلفاتو احتمالي زياتوالي ته تيار وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ