د عراق نوى پارلمان به د تېر مارچ تر انتخاباتو وروسته نن خپله لومړنۍ غونډه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تراوسه د نوي حکومت په برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
د عراق نوى پارلمان به د تېر مارچ تر انتخاباتو وروسته نن خپله لومړنۍ غونډه کوي.
داپه داسې حال کې ده چې تراوسه د نوي حکومت په برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
راپورونه وايي، ښايي سياسي اړخونه به د مشرتابه په برخه کې پر يوې موافقې د هوکړې لپاره څو اوونۍ او مياشتې وخت ولګوي.
د پخواني صدراعظم عياد علوي ګوند چې د سني اقليت ملاتړ له ځان سره لري، د مارچ په تېرو انتخاباتو کې ډېر ونه ځلېد، خو بيا يې هم په لږ اکثريت سره رايې خپلې کړې.
که څه هم د شيعه ګانو دوې ډلې مخکښې دي، دوى هم په دې وروستيو کې پر يوه ايتلاف سره سلا شوي، خو د مشرتابه په برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
د عراق نوي ٣٢٥ کسيز پارلمان خپله لومړۍ غونډه ترسختو امنيتي تدابيرو لاندې په داسې حال کې کوي، چې، پرون د بغداد په مرکزي بانک کې يوه بمي چاودنه او وسلواله نښته کې پنځلس کسان ووژل شول
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ