ټاکل شوې ده، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما به د جون په څلرويشتمه د روسيې له جمهور رئيس ديميتري ميدويدف سره په واشنګټن کې وګوري.
سپينه ماڼۍ وايي، دا خبرې به د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخو کې پر دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو متمرکزي وي.
همدا راز به دا هم وڅېړل شي ، چې څه ډول بدلون رامنځته کيداي شي.
تر دې دمخه کرملين اعلان کړى و، چې د روسيې جمهور رئيس به د کلفورنيا ايالت د سي کان له درې هم کتنه وکړي.
ياد سفر د جون په دوه ويشتمه نيټه پيليږي.
د روسيې جمهور رئيس به د متحد ايالاتو له سفر وروسته د نړۍ د اتو سترو اقتصادي هيوادونو او د نړۍ د شلو بډايو هېوادونو په غونډو کې ګډون وکړي، چې په کاناډا کې جوړيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ