ads

په نړيواله کچه د اسراييلو تازه غندنې

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلطسين په غزې کې پر هغې مرستندويې بشري بېړۍ د  اسراييلو د مرګوني  بريد څېړنه کوي چې پکې غزه مېشتو ته نهه مرسته رسونکي کسان وژل شوي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلطسين په غزې کې پر هغې مرستندويې بشري بېړۍ د  اسراييلو د مرګوني  بريد څېړنه کوي […]

نویسنده: The Killid Group
11 غبرګولی 1389

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلطسين په غزې کې پر هغې مرستندويې بشري بېړۍ د  اسراييلو د مرګوني  بريد څېړنه کوي چې پکې غزه مېشتو ته نهه مرسته رسونکي کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلطسين په غزې کې پر هغې مرستندويې بشري بېړۍ د  اسراييلو د مرګوني  بريد څېړنه کوي چې پکې غزه مېشتو ته نهه مرسته رسونکي کسان وژل شوي.

په دې اړه دې شورا ته د يوه پريکړه ليک وړاندې شوې مسوده کې د دې ترڅنګ چې د اسراييلو  د پرون سهار دا بريد په کلکه غندل شوى،پکې په خپلواکه توګه د دې پېښې د نړيوالې څېړنې غوښتنه هم شوې.

بلخوا د امنيت شورا د تلپاتو غړو له ډلې چين،روسيې او فرانسې په بېړني ډول د اسراييلو لخوا د غزې د محاصرې د ختمولو ويلي.

چين په څرګندو ټکو د اسراييلو دابريد غندلى،د اسراييلو ځانګړي ملګري(امريکامتحده ايالاتو)بياپه يوه نرم غبرګون کې پر دې پېښې ژوره  خواشيني ښودلې.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند پي جي کراولي ويلي((موږ په دې تمه يو چې اسراييل د دې پېښې بشپړه او قانع کوونکې څېړنه وکړي))

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان بياپه څرګندو ټکو د اسراييلو دا بريدونه ترهګريز ګڼلي او غندنه يې کړې.

دغه هېواد دغه راز له اسراييلو څخه خپل سفير هم بيرته راغوښتى او ورسره پيل کړې ګډې پوځي مانورې يې هم لغوه کړي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دې په خواکې چې د دغو نهو نړيوالو بشرپالو پر وژل کېدو خواشيني ښودلې ويلي چې ځواکونو يې په دې ګومان دوى وژلي چې ښايي پردوى د بريد اراده يې کړې وي.

اسراييلي لومړي وزير له دې امله  له کاناډاڅخه، بيرته خپل هېواد ته ګرځېدلى.

ټاکل شوې وه چې نوموړى د سې شنبې پرورځ له امريکايي ولسمشر بارک اوباماسره په واشنګټن کې وګوري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA