له سوماليا څخه را رسېدلي راپورونه وايي، له تېرو درېيو ورځو راهيسې په مرکز موګه ديشو کې د سخت دريځو وسلوالو او دولتي سرتېرو ترمنځ په څو نښتو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل دي.
له سوماليا څخه را رسېدلي راپورونه وايي، له تېرو درېيو ورځو راهيسې په مرکز موګه ديشو کې د سخت دريځو وسلوالو او دولتي سرتېرو ترمنځ په څو نښتو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل دي.
په القاعدې پورې تړلې ډلې الشباب پرون د جمهور رييس پر ماڼۍ او نورو حکومتي ودانيو بريدونه وکړل، چې د خونړۍ جګړې په نتيجه کې ١٤ کسان ووژل شول او شپږ نور هغه په نورو ورځو کې وژل شوي .
جمهور رييس شيخ شريف احمد هغه وخت په ترکيه کې په يوه کنفرانس کې و، د نوموړي حکومت چې ملګري ملتونه يې ملاتړ کوي، د افريقايي ملت د دې سيمې يوازې پر يو څو برخو کنټرول لري، دغه سيمه په تېرو دوو لسيزو کې د جګړو له کبله ډېره ځپل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ