ads

روسيي امريكا ته د قاچاقوړنكيو د نومونو لسټ سپارلى

د روسيې د مخدرو مواد ضد اداري چارواکي وايي، چې امريکايي مقاماتو ته يي د افغانستان او منځنۍ اسيا د مخدرو موادو د سترو قاچاق وړنكو د نومونو ليست ور سپارلى دى. د روسيې د مخدرو مواد ضد اداري چارواکي وايي، چې امريکايي مقاماتو ته يي د افغانستان او منځنۍ اسيا د مخدرو موادو د […]

نویسنده: The Killid Group
3 غبرګولی 1389

د روسيې د مخدرو مواد ضد اداري چارواکي وايي، چې امريکايي مقاماتو ته يي د افغانستان او منځنۍ اسيا د مخدرو موادو د سترو قاچاق وړنكو د نومونو ليست ور سپارلى دى.

د روسيې د مخدرو مواد ضد اداري چارواکي وايي، چې امريکايي مقاماتو ته يي د افغانستان او منځنۍ اسيا د مخدرو موادو د سترو قاچاق وړنكو د نومونو ليست ور سپارلى دى.

د روسيې د مخدرو موادو ضد ادارې مشر ويکتور ايوانوف پرون وويل، چې ده د امريکا د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د پاليسۍ د ادارې مشر ګيل کېر ليکو فسکي ته د مخدره موادو د هغو نهو سترو قاچاقوړنكو لېست سپارلي، چې په افغانستان يا د منځنۍ اسيا په نورو هېوادونو کې اوسېږي، د ده په وينا دا کسان د مخدره موادو په عمده قاچاق کې لاس لري.

ايوانوف له مخدرو موادو سره د مبارزې په چاره کې د واشنګټن او مسکو د همکارۍ د ستاينې ترڅنګ په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړېوال ايتلاف پر ځواکونو له دې کبله انتقاد وکړ، چې د ده په وينا د تارياکو د زياتېدونکي توليد په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA