ads

ليبيا کې د الوتکې راغورځېدو له امله ۱۰۴ تنه مړه شوي

د ليبيا په طرابلس ښار کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د رالوېدو له كبله لږ تر لږه ۱۰۴ تنه وژل شوي دي. سيمه کې يو افغان زده کوونکي د ټيلفون له لارې کليد ته د ځايي رسنيو له خولي وويل چې په پېښه کې يوازې يو اته کلن هالنډی ماشوم ژوندی پاتې شوی.   […]

نویسنده: The Killid Group
26 غویی 1389

د ليبيا په طرابلس ښار کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د رالوېدو له كبله لږ تر لږه ۱۰۴ تنه وژل شوي دي.

سيمه کې يو افغان زده کوونکي د ټيلفون له لارې کليد ته د ځايي رسنيو له خولي وويل چې په پېښه کې يوازې يو اته کلن هالنډی ماشوم ژوندی پاتې شوی.

الوتکه له جنوبي افريقا نه د ليبيا مرکز طرابلس ښار ته روانه وه، چې د طرابلس هوايي ډګر ته نژدې راولوېده.

په الوتکه کې د ګڼو هېوادونو وګړي سپاره وو، خو د الوتکې ټوله عمله د ليبيا وګړي ښودل شوي.

د ريپوټونو له مخې، د الوتکې د راغورځېدو لاملونو لا نه دي څرګند، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA