ads

د روسيې د سكرو په يوه كان كې د مړو شمېره ۴۵ تنو ته رسېدلې

روسيي چارواکي وايي، په سايبريا کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنو له امله د مړېو شمېر لږ تر لږه ۴۵ تنو ته اوچت شوي دي. ويل کيږي، چې په دې کان کې تر اوسه ۴۷ کسان تري تم دي   روسيي چارواکي وايي، په سايبريا کې د ډبرو سکرو په کان کې […]

نویسنده: The Killid Group
26 غویی 1389

روسيي چارواکي وايي، په سايبريا کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنو له امله د مړېو شمېر لږ تر لږه ۴۵ تنو ته اوچت شوي دي.

ويل کيږي، چې په دې کان کې تر اوسه ۴۷ کسان تري تم دي

 

روسيي چارواکي وايي، په سايبريا کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنو له امله د مړېو شمېر لږ تر لږه ۴۵ تنو ته اوچت شوي دي.

ويل کيږي، چې په دې کان کې تر اوسه ۴۷ کسان تري تم دي.

د راپورونو له مخې د روسيي صدراعظم ولاديمير پوتين کيميريوا سيمي ته چې دا لوي کان په کې پروت دي، رسيدلي دي.

په راسپادسکايا کان کې د لومړي چاودنې په مهال څه باندې درې نيم سوه کارګران موجود وو، چې ډير يي په دې بريالۍ شو چې خپل ځان وژغوري.

خو په دوهمه چاودنه کې ډير هغه ژغورونکي ووژل شول چې د لومړي چاودنې وروسته د ژغورنې لپاره دي کان ته ورښکته شوي وو.

چارواکو ويلي، څيړنې ښيي چې دا پېښه احتمالا د ميتان ګازو او ډبرو سکرو د ايرو د چادونې له امله رامنځته شوي ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA