توسط shams - - 28 وری 1400
عبدالله عبدالله چې د شنبې په ورځ یې د بیان ازادۍ د کور د پرانیستې په غونډه کې خبرې کولې وویل، خبریالانو د بیان د ازادۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او دا قربانۍ به یې په سیاسي بدلون سره نه ضایع کیږي.
هغه وایي، اوس چې د بیان د ازادۍ له پلوه موږ چېرته حضور لرو همداسې به مخ ته ځو او دا لړۍ...
توسط shams - - 28 وری 1400
وروسته له هغه چې د امریکا جمهور رییس جو بایډن د روان میلادي کال تر سپټمبر پورې د بهرنیو ځواکونو د وتلو قطعي پرېکړه وکړه، د امریکا او افغانستان ترمنځ يې د اړیکو نوې دريڅه پرانسته چې هغه به په غیر پوځي ډول ملاتړ وي.
امریکا د وتلو پرېکړه کړې او دا چې دا پرېکړه عملي کړي، هر انتخاب ته مخه کولای شي. په...
توسط shams - - 28 وری 1400
دی که څه د استانبول ناسته مهمه بولي، خو ټينګار کوي، تمه لري چې دا ناسته د پخوانۍ برنامې لهمخې جوړه شي او ټول بحثونه بايد پر اوربند او د انتقالي حکومت پر څرنګوالي متمرکز وي.
حکمتيار د استانبول ناستې لپاره د ارګ او سپيدار طرحو ته په اشارې وويل، د دوی لهخوا وړاندې شوې طرحې نه عملي دي او نه هم د توافق...
توسط shams - - 28 وری 1400
خو ولايتي اداره بيا د لاريون لامل لغمان کې د اصلاحاتو راوستو له کبله د ځينو بانفوذه کسانو د ګټو مخنوی ښي
لغمان کې د والي رحمت الله يارمل پر ضد غبرګ لاريونونه!
دا زرګونه کسان چې د لغمان مرکز مهترلام ښار عبدالله چوک او کابل جلال اباد لويه لار یې تړلې، لغمان والي رحمت الله يارمل دې ولايت کې په فساد،غصب،کمکارۍ او قومې شخړو...
توسط shams - - 28 وری 1400
امنیتې مسولین بیا وایې، د هغه هټیوالو سره به قانوني چلند وکړي چې د ښاروالۍ د نرخ نامې څخه سرغړونه وکړې .
دهلمند ولایت یو شمېراوسېدونکي وایي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې په لښکرګاه ښار کې د غوړیو او وړو ترڅنګ د یو شمېر خوراکې توکو بیې لوړشوې دي.
دغه خلک وایي، حکومت د نرخونو په کنټرول کې پاتې راغلی او د خوراکې توکو د...
توسط shams - - 28 وری 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه څوک نه دي مړه شوي او ۱۰ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۵۳۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۲ زره او ۱۱۵ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي...
توسط shams - - 28 وری 1400
لاریون کونکو د لغمان ولایت د والي پر ضد شعارونه ورکول او پر هغه یې د فساد، غلا او د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ تور لګاوه، لایون کوونکو د کابل-جلال اباد لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.
د لاریون یو ګډنوال او قومي مشر حیات خان هوتک وویل، د لغمان والي د مرکز ا و ولسوالیو اوسېدونکو...
توسط shams - - 28 وری 1400
نوموړي طالبانو ته وویل، اوسني مذاکرات مو له افغانانو سره دي، نه امریکا سره، باید دوام پیدا کړي او درول یې هېڅ توجیع نه لري.
«که د سولې اراده لرئ او یا هم که جګړې ته دوام ورکوئ باید مذاکرات ونه دروئ، ځکه دغه مذاکرات له افغانانو سره دي نه له امریکا سره»
حکمتیار همدارنګه زیاته کړه طالبان باید د سولې لپاره له رامنځته شوي...
توسط shams - - 28 وری 1400
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار ۷ بجې ترهګرو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف د قره باغ ولسوالۍ اړوند په مربوطاتو کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړای شو.
د نوموړي په خبره د ملي اردو ځواکونو د انجنرۍ ډلۍ د یادې چاودنې مخنیو کړی او په دې...
توسط shams - - 28 وری 1400
د هند هېواد رسنیو راپور ورکړی چې هند کرکټ بورډ خبر ورکوي چې راتلونکي شل اوریزو سیالیو لپاره د پاکستاني کرکټ لوبغاړو او خبریالانو لپاره د ویزو منظوري ترلاسه کړې ده.
دا چې پاکستاني اتباعو ته د دغو سیالیو د نندارې لپاره وېزه ورکړل شي او که نه تر اوسه معلومه نه ده.
د یادونې وړ ده چې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام به...