slideshow, تازه خبرونه, كركټ, لوبې

زمبابوې لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

توسط - زمبابوې لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

د پاکستان ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۹۹منډې جوړې کړې او له زمبابوې لوبډلې څخه یې د ۱۹ منډو په توپیر سره ماتې ومنله. د لوبې غوره لوبغاړی لاک جونګوي وټاکل شو، نوموړي په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او څلور پاکستاني لوبغاړي یې اوټ کړل. دا په داسې حال کې ده چې تر دامهاله یوه لوبه پاکستان او یوه...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درې اړخېزه ناسته وشوه

توسط - افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درې اړخېزه ناسته وشوه

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد کلید ته وویل چې په دغه درې اړخیزې ناستې کې، د بهرنیو چارو وزیرانو تصمیم ونیوه چې یو سوله‌ایز، آزاد، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان ملاتړ لپاره خپلو هڅو او همکاریو پر دوام ټینګار وشو. د نوموړي په خبره په یاده ناسته کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو او پر سملاسي اوربند ټینګار وشو او له...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په کابل ښار کې د څلورو امنیتي منسوبینو په ګډون پنځه تنه وژل شوي

توسط - په کابل ښار کې د څلورو امنیتي منسوبینو په ګډون پنځه تنه وژل شوي

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، ناپېژانده وسله‌والو نن سهار د کابل په څلورمه امنیتي حوزه او د پغمان ولسوالۍ مربوطاتو کې د څلوور امنیتي منسوبینو په ګډون پنځه تنه وژلي دي، چې یو یې عام وګړی دی. دی وایي دواړه پېښې د پولیسو تر څېړنو لاندې دي. تر اوسه د دواړو بریدونو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی....

slideshow, اقتصادی, تازه خبرونه, كورني خبرونه

د شاه و عروس بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

توسط - د شاه و عروس بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

 د دې ادارې تخنیکي مرستیال انجنیراحمد ویس بصیري وايي، د دغې پروژې د استملاک تصفیه حساب پيسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به زیانمنو باندې ووېشل شي. د یادونې وړ ده چې شاه و عروس بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی، چې د ۱،۲ مېګاواټه بريښنا د...

slideshow, تازه خبرونه, سيمه او نړۍ

په هند کې تر ۱۶میلیونه ډېر کسان په کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي

توسط - په هند کې تر ۱۶میلیونه ډېر کسان په کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي

د معلوماتو له مخې په هند کې تر اوسه تر ۱۶ میلیون ډېر کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له دې وبا څخه د مړو شویو کسانو شمېر بیا له  ۱۹۰ زرو څخه اوښتی دی، چې تر امریکا وروسته په نړۍ کې دا دویم هېواد دی.‌ په هندکې د واکسیناسیون پراخ پروګرام پیل شوی،‌ خو تر اوسه ددغه هېواد ډېر کم وګړو ته...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

نامعلومه وسله‌والو په لغمان ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید کړی

توسط - نامعلومه وسله‌والو په لغمان ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید کړی

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، په یاد برید کې دوه تنه وژل شوي چې په وژل شویو کې یو قومي مشر حاجي لعل اغا هم شامل دی او همدارنګه دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د دولتزي په خبره، برید کوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي. د برید مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده چې...

slideshow, تحليل او ليدلوری, تحلیل

د استانبول له غونډې هم لاس ومینځل شو

توسط - د استانبول له غونډې هم لاس ومینځل شو

د استانبول سولې په ناسته کې د طالبانو د نه ګډون له کبله دغه ناسته یو ځل بیا تر نامعلومې نېټې وځنډېده. داسې ښکاري چې طالبان لا هم پر خپل هغه پخواني دريځ چې ګواکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتو پورې په هېڅ یوه غونډه کې ګډون نه‌کوي، ولاړ دي. که څه هم طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو...

slideshow, رپوټ, رپوټونه, كركټ, لوبې

ننګرهار کې د کرکټ د رمضان جام شپنۍ سیالۍ پیلیږي.

توسط - ننګرهار کې د کرکټ د رمضان جام شپنۍ سیالۍ پیلیږي.

ننګرهار کې د کرکټ بورډ استازی حکمت دولتزی وایې، د کرکټ یادې سیالۍ به د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ اړوند لوبغالي کې د شپې له خوا ترسره کیږي. د دولتزي په وینا هڅه کوي، چې د خصوصي سکتور سره په همکارۍ ننګرهار کې یو ځل بیا د کرکټ پرمختګ لپاره کار وکړي. «نن شپه لخیره د جلال اباد ښار اړوند سراج العمارت بڼ...

slideshow, رپوټ, رپوټونه, سياسي

ارزګان کې د سولې په غوښتنه او جمهوريت پر دوام ټينګار وسو.

توسط - ارزګان کې د سولې په غوښتنه او جمهوريت پر دوام ټينګار وسو.

ارزګان کې د چهار شنبې په ورځ د یوې لویي غونډې پر مهال خلکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کړنو ستاينه د جمهوريت پر دوام او د جګړې پر ختمېدو یې ټینګار وکړ. خلکو په هېواد کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغوي برنامو ملاتړ وکړ چې د بیا رغونې په برخه کې لري. د دغه ولايت اوسېدونکو له وسله والو...

slideshow, اقتصادی, رپوټ, رپوټونه

په هلمند ولایت کې ۴۹ پرمختیایي پروژې پلي کېږي

توسط - په هلمند ولایت کې ۴۹ پرمختیایي پروژې پلي کېږي

بلخوا بیا د دې ولایت اوسېدونکي د دغه پروژو د پلي کېدو څخه زیات خوښ دي. د هلمند ولایت د اقتصاد رئیس  نیاز محمد فرید  کلید ته وویل چې  سږکال یې  په دغه ولایت کي د ۲۷ مؤسساتو له لوری ۴۹ پرختیايي پروژې اخیستل شوې ،چي له جملې یې ۱۷ پروژې د روغتیا او پاته نوري پروژې د پوهني ،کرني او یوشمېر نورو برخو...