توسط shams - - 17 غویی 1400
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ تېر ورځ د هلمند په لښکرګاه او نهر سراج ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي د یادو عملیاتو په پایله کې د طالبانو د سرې قطعې یوه مهم قوماندان"سیف الخالد" په ګډون،...
توسط shams - - 17 غویی 1400
د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له ۸۰۰زره زیات وګړي په دې وبا اخته شوي او تر دا مهال له دې ویروس څخه ۱۸زره ۶۷۷ تنه مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تازه ویلي د کورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو لپاره اړ دي چې د هېواد...
توسط shams - - 17 غویی 1400
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د بین المللي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو پر نوي فصل او په بېلابېلو په ځانګړي ډول انکشافي پروژو په برخه کې د همکاریو نوي فصل ته په پام د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو پر رول بحث او خبرې وکړې.
په ورته...
توسط shams - - 16 غویی 1400
د جموري ریاست مرستیالې ویاندې فاطمې مورچل کلید ته وویل چې جمهور رییس غني نن د افغانستان لپاره د برتانیې سفیرې الېسن بلېک سره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د برتانیا د دوامدار ملاتړ،د افغانستان د سولې پروسې او ثبات لپاره سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د برتانیا په رول او بې طرفه افغانستان لپاره پر سیاسي حللارو او...
توسط shams - - 16 غویی 1400
پاکستان او هند ته د هېوادوالو تګ او راتګ او ترڅنګ یې روغتيايي لارښوونو ته د دوی نه پاملرنه هغه عوامل په ګوته کېږي چې له کبله یې د کرونا ويروس مثبتې پېښې زياتې شوې دي.
په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو ګراف يو ځل بيا د لوړېدو په حال کې دی او په دې تړاو اندېښنې هم زياتې شوې دي.
د روغتیا وزارت...
توسط shams - - 16 غویی 1400
هغوی په ورته مهال پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې يو ځل بيا د سولې درول شوي مذاکرات پيل کړي، څو افغانان خپلو کې يو سوله ييز حل ته ورسيږي.
بختاجان بختیار په همدې موضوع له خوست څخه رآپور لري.....
دغو ځوانانو چې نن یوه خبرې کنفرانست ته خبرې کولې وویل د دې لپاره چې د سولې په برخه کې روانې هڅې ټول شموله وي...
توسط shams - - 16 غویی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۹ تنه مړه شوي او ۲۱۱ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۶۷۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۳ زره او ۹۶۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط shams - - 16 غویی 1400
د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر باکرزي کلید ته وویل، نعمت روان نن سهار لس نیمې بجې د کندهار ولایت د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند شهید احمد ولي چوک کې د نامعلومه وسلوالو لخوا ووژل شو.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
جمهوررئیس پر مخکېنی خبریال او د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر نعمت الله روان تروریستي برید د غندلو...
توسط shams - - 16 غویی 1400
نوموړی زیاتوي پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده او وروستي جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
خو یو شمېر عیني شاهدان وایي چې په یاده پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي او همدارنګه څلور عرادې موټر سوځېدلي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی....
توسط shams - - 16 غویی 1400
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان کلید ته وویل، افغان ځواکونو تېره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند بشران او بولان سیمو کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې ۲۴ تنه طالبان وژلي دي او ۱۵تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره افغان ځواکونو همدارنګه د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ او ۵۰۱ لمبر اوږدې لارې اړوند...