توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۵۱ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۸۸۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۶ زره او ۹۶۲ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...
توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
د کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه، د ودونو هوټل چې د یادې وبا د خپریدو عمده لامل شمیرل کیږي،تر راتلونکې یوې اونۍ پورې د ودونو د محلفونو د ریزرف حق نه لري.
له دې کبله د ودونو د هوټلونو ټولو مالکانو ته خبر ورکول کیږي، څو محفلونه تر راتلونکې...
توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان کلید ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا سیمه کې د کامې ولسوال شریفه الله فضلي پر موټر شوې چې له امله یې د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.
هغه وایې، چاودنه د سرک غاړې ځای پر ځای شوي ماین له امله...
توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې شپږ تنه، بغلان کې دوه تنه، تخار کې دوه تنه، بلخ کې درې تنه، غزني کې درې تنه، فراه کې یو کس، خوست کې یو کس او هلمند کې هم دوه تنه نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین،...
توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
د دغه وزارت شمېر ښایي چې په همدې موده کې له کورونا ویروس څخه ۷۵تنه مړه شوي دي چې ورسره د مړه شویو کسانو شمېر ۲۰زره ۵۴۰ تنو ته رسېدلی دی
د پاکستان حکومت له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي او له بېځایه ګڼه ګوڼې څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې...
توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
د فریدخان په خبره د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شوي خو پولیس یې د نیولو هڅه کې دي.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی....
توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
د نوموړي په وینا، افغان حکومت حاضر دی چې سبا اوربند اعلان کړي او له طالبانو سره د جګړې د ډګر پر ځای د جرګي ډګر ته ورشي او خبرې ورسره وکړي.
لومړی مرستیال امرالله صالح داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، چې یادې ډلې تر دې وړاندې د اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي دي تر هغې چې د سولې خبرو...
توسط shams - - 6 غبرګولی 1400
د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان له افغانستان سره د پراختیايي مرستو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو...
توسط shams - - 5 غبرګولی 1400
د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال کې د ننګرهار مرستیال والي ببرک میاخیل وویل، دا پروژې چې يوه د استنادي دیوال جوړېدو او بله یې د ماهيانو روزلو ده، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د میاخیل په خبره د استنادي دیوال د جوړویدو پروژه یې د کوز کونړ ولسوالۍ په پاچاهي کلا سیمه کې پلې کیږي، چې...
توسط shams - - 5 غبرګولی 1400
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۴ تنه مړه شوي او ۱۹۳ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۸۶۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۶ زره او ۷۱۱ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...