توسط shams - - 25 غبرګولی 1400
ختیځ کې د پولیو د مخنیوي د عملیاتي مرکز مشر نجیب کاموال کلید ته وویل، ناپيژانده وسله والو نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، خوږیاڼو او سره رود ولسوالۍ کې په بېلابېلو پنځو بریدونو کې ۵ واکسیناتوران وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
دی زیاتوي چې د پېښو ټول قربانیان نارینه ځوانان دي.
د کاموال په خبره له دې پېښو سره...
توسط shams - - 25 غبرګولی 1400
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپره کړې خبرپانه کې ویلي چې سترپاسوال عبدالصبور قانع د جمهور رییس غني د ۹۲۰م ګڼه فرمان له مخې د هرات د والي توګه ټاکل شوی.
تر ده وړاندې عبدالوحید قتالي د هرات والي په توګه دنده مخ ته وړله....
توسط shams - - 25 غبرګولی 1400
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې ورځ په یوه کنفرانس کې وویل، د کابل هوایي ډګر د فعالیت د دوام یقیني کولو لپاره غور کوي، ترڅو د یاد ډګر د فعالیت دوام یقیني کړي.
د نوموړي به خبره د کابل هوایي ډګر د ناټو او د غیر نظامي حضور د دوام لپاره مهم دی او پرته له شکه ترکیه په دې برخه کې...
توسط shams - - 25 غبرګولی 1400
په قزاقستان کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ زلمي خلیلزاد د قزاقستان جمهوررییس سره د افغان سولې په اړه او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
په لیدنه کې د قزاقستان جمهوررییس د افغان سولې پروسې اړوند یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې تل یې د افغانستان په اړه له...
توسط shams - - 25 غبرګولی 1400
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو له هند سره د لوبې لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي دوی وایي له عمان سره یې په لوړ مرال لوبه کړې او هڅه کوي چې له هند لوبډلې سره هم د پام وړ لوبه وکړي.
په دغو سیالو کې افغان لوبډله له بنګلهدېش، قطر او عمان لوبډلو سره مخ شوې، چې له بنګلهدېش سره یې لوبه مساوي...
توسط shams - - 25 غبرګولی 1400
د پاکستان هېواد د رسمي شمېرو له مخې په یاد هېواد کې له کورونا ویروس څخه نږدې ۲۲زره وګړي مړه شوي او تر ۹۴۲زره زیات کسان پرې اخته شوي دي.
د پاکستان حکومت دکورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو په هدف یو شمېر بندیزونه هم و وضعه کړي دي او له هېوادوالو یې غوښتي چې له بې ضرورته ګرځېدو څخه ډډه وکړي...
توسط shams - - 25 غبرګولی 1400
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوررییس او وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه، پرون مازدیګر د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو په ګډون ترسره شوه.
د خبرپاڼې له مخې په ناسته کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه د وروستیو انکشافاتو د راپور...
توسط shams - - 22 غبرګولی 1400
افغان امنیتي چارواکي په داسې حال کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې له یو شمېر ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو وتل او تاکتیکي شاتګ د خپلو عملیاتي پروګرامونو برخه ګڼي چې له یوې خوا د یو شمېر له لاسه ورکړو ولسوالیو د بېرته نیولو هڅې نهترسترګو کېږي، او له بل لوري د پوځي تاکتیکونو له مخې داسې یوه چاره او پروګرام، خورا...
توسط shams - - 22 غبرګولی 1400
ددغه وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري زیاتوي، دغه کورنۍ په بغلان، لغمان، پکتیا، هلمند، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې دي چې هلته جګړه روانه ده.
نوموړي دغه راز وویل، د وروستیو څو ورځو جګړه له امله بیا شپږ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.
«په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د جګړې له امله بدبختانه ګڼ وګړي بې...
توسط shams - - 22 غبرګولی 1400
په خوست کې که څه هم مسولینو دوه ورځې وړاندې د کرونا د دریمې څپې له کبله دولتي او خصوصي ښوونیز مرکزونه، پارکونه او د لویو راټولیدنو د جوړیدو خلاف پریکړه کړې، خو لاهم پدې ولایت کې ډيری خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه خلاص دي.
د عامې روغتیا مسولین او د خوست اوسیدونکي وايي، که چیرې د ولایتي ادارې او عامې روغتیا مسولینو له لوري...