slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

جمهورربیس غني: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی

توسط - جمهورربیس غني: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې جمهوررییس غني نن دکورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو په تړاو جوړه  شوې غونډه کې دا خبرې وکړې. په غونډه کې د روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح له بهر څخه د اکسېجن واردولو، په روغتونونو کې د اکسېجن د غیر فعاله دستګاوو د بېرته فعالولو او د بسترونو زیاتوالي په اړه...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

عنایت الله کمال د فارياب ولايت نوی والي وټاکل شو

توسط - عنایت الله کمال د فارياب ولايت نوی والي وټاکل شو

تر ده وړاند محمد داوود لغمان د یاد ولایت لپاره د والي په توګه ټاکل شوی و چې وروسته د خلکو له سختو مخالفتونو سره مخ شو او له یادې دندې پاتې شو. عنایت الله کمال وړادې نقیب الله فایق د فاریاب ولایت د والی توګه دنده مخ ته وړله. ...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په هېواد کې ۱۳۸۴ نور کسان پر کورونا اخته شوي

توسط - په هېواد کې ۱۳۸۴ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۹۲ تنه مړه شوي او ۴۹۷ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۴۱۲۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۶۳ زره او ۹۲۳ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ ټپیان شول

توسط - دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ ټپیان شول

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان کلید ته وویل چې افغان ځواکونو د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بریدونو او نښتو په پایله کې ۲۵۹ تنه وسلوال طالبان وژلي او ۱۶۱تنه نور یې ټپیان کړي دي. د نوموړي په خبره دغه مرګ ژوبله د هېواد په ننګرهار، کونړ، مېدان وردګ، غزني، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او...

slideshow, تازه خبرونه, سيمه او نړۍ

ابراهیم رییسي د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې بریالی اعلان شو

توسط - ابراهیم رییسي د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې بریالی اعلان شو

د نوموړي په خبره سږ کال په ټاکنو کې ۲۸ میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو ګډون کړی وو. تر ده وروسته رضایي او همتي ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. په همدې حال کې امیر حسین قاضیزاده هاشمي او عبدالناصر همتي چې د ایران جمهوري ریاست ته نوماندان و په جلا پیغامونو کې ابراهیم رییسي ته مبارکي ورکړې ده. د یادونې وړ ده چې د جمعې ورځ...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

امنیتي چارواکي: په هلمند ولایت کې ۸۶ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - امنیتي چارواکي: په هلمند ولایت کې ۸۶ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان زهیر وایي،  افغان ځواکونو د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ له طالبانو سره مخامخ جګړه کې ۸۶تنه وسلوال طالبان ته مرګ ژوبله اړولې ده. د نوموړي په خبره په دغه تصفيوي عملياتو  کې  ۵۹ تنه طالبان وژل شوي او  ۲۷ تنه نور زخميان شوي دي. دی زیاتوي په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته یو اندازه مهمات او وسلې په...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په ننګرهار کې ۴۱ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله

توسط - په ننګرهار کې ۴۱ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله

د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د پچیراګام ولسوالۍ په ګیره خیلو تنګي سیمه کې پر وسله والو طالبان هوایي بریدونه کړي، چې پرمهال یې د یادې ډلې د دوو قومندانانو په ګډون ۳۵ طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي. د یو بل خبر له مخې د ملي اردو ځواکونو په خوږیاڼو...

slideshow, تازه خبرونه, سيمه او نړۍ

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۶۰۱ زره  واوښت

توسط - په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۶۰۱ زره  واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۷۷ میلیونه ډېر شوی او  نېږدې څلور میلیونه کسان ترې مړه شوي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۷ زره او ۲۲۵ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۹۸زره ، ۴۹۹، په مکسیکو کې ۲۳۰زره...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب غبرګون

توسط - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب غبرګون

حمدالله محب پر خپله ټوېټر پاڼه لیکل، طالبانو په ټول هېواد کې د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی پیل کړی او دا معلومه ده چې یاده ډله د څه لپاره دا هرڅه کوي؛ خو قریشي یا ناخبره دی او یا له طالبانو سره همکار دی. د نوموړي به خبره قریشي ممکن دا هم رد کړي چې اسامه بین الادین د پاکستان نظامي قرارګاه ترڅنګ موندل...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

ډاکټر عبدالله د ترکیې هېواد له جمهوررییس اردوغان سره لیدلي

توسط - ډاکټر عبدالله د ترکیې هېواد له جمهوررییس اردوغان سره لیدلي

د خبرپانې د معلوماتو له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکيې له جمهوررییس رجب طيب اردوغان سره په لیدنه کې پر افغان سوله، د هيواد او سيمې پر وروستيو سياسي او امنيتي تحولاتو خبرې کړې دي. ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د افغان سولې له پروسې د ترکیې هېواد د ملاتړ د دوام غوښتونکی شو، چې...