slideshow, رپوټ, رپوټونه, سياسي

 هلمند مدني فعالان د جګړې درېدل غواړي

توسط -  هلمند مدني فعالان د جګړې درېدل غواړي

د پنشنبې روځ د هلمند مرکز لښکرګاه کې یو شمېر مدني  فعالانود یوې خبرې ناستې پرمهال  دوسله والو طالبانو څخه دجګړې د درېدو غوښتنه وکړه . په دغه خبرې ناسته کې یو مدني فعال برکت الله سرشار او بل عبدالعزیز کاروان په خپلو خبرو کې وویل، که څه هم جګړو زوراخستی، خو د دغه جګړو قربانې یوازې افغانان ورکوي، نو پکار ده چې وسله...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

په هېواد کې ۱۱۹۱ نور کسان پر کورونا اخته شوي

توسط - په هېواد کې ۱۱۹۱ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۷۷ تنه مړه شوي او ۹۲۵ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۵۶۳۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۷۹ زره او ۴۴۶ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

د کندهار والي ولسونو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړ

توسط - د کندهار والي ولسونو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړ

د کندهار والي روح الله خانزاده، د ځانګړو ځواکونو قومندان تورن جنرال هیبت الله علیزی او امنيه قومندان لوی پاسوال محمد سالم احساس د یو شمېر نورو امنیتي ځواکونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلل او کندهار ښاریانو ته يې د امنيت ډاډ ورکړ. والي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوسله والو بریدونه يې په شا تمبولي او ولس ته ډاډ ورکوي،...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

خوست کې چاودنې درې ماشومان وژلي

توسط - خوست کې چاودنې درې ماشومان وژلي

د صبریو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ وايي، چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ د زردارو په کلي کې رامنځته شوې ده. د ځدراڼ په خبره، چې ماين مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او هغه مهال يې چاودنه کړې، چې ماشومان پر خپلو لوبو بوخت وو. نوموړی زیاتوي د ماين د چاودنې پرمهال درې ماشومان چې عمرونه يې د اتو او دوولسو کلونو...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

طالبان: بین الافغاني خبرو لپاره مو وړاندیز کړی و؛ خو ځواب مو ترلاسه نه کړ

توسط - طالبان: بین الافغاني خبرو لپاره مو وړاندیز کړی و؛ خو ځواب مو ترلاسه نه کړ

په مسکو کې د وسلوالو طالبانو  د څلور کسیز پلاوي په استازیتوب مولوی شهاب الدین دلاور خبریالانو ته وویل، چې د زلمي خلیلزاد په لاس یې حکومت ته د خبرو لپاره یو وړاندیز لېږلی و، چې تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. د ده په خبره په واندیز کې افغان حکوت ته ویل شوي و، چې د ۹۰ ورځو لپاره به جګړه...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

پولیسو په کابل کې د دوو پېښو مخنوی وکړ

توسط - پولیسو په کابل کې د دوو پېښو مخنوی وکړ

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار ۷ او ۳۰ دقیقې د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ اړوند تره خېل سیمه کې ترهګرو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف یو ماین ځای پر ځای کړی وو چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړای شو. د نوموړي په خبره پولیسو همدارنګه د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند خواجه لکن ولسوالۍ سیمه...

slideshow, تازه خبرونه, سيمه او نړۍ

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۶۰۶ زره  واوښت

توسط - په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۶۰۶ زره  واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۸۵ میلیونه ډېر شوی او  څلور میلیونه کسان ترې مړه شوي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۷ زره او ۷۳۱ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۳۰ زره ، ۱۷۹، په مکسیکو کې ۲۳۴زره...

slideshow, تازه خبرونه, كورني خبرونه

پر یووالي د جمهوررییس غني او ډاکټر عبدالله ټینګار

توسط - پر یووالي د جمهوررییس غني او ډاکټر عبدالله ټینګار

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د هېواد د روان وضعیت، د ملي او سیاسي اجماع پیاوړتیا، د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین او د سولې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې. همدارنګه دواړو مشرانو ټنیګار کړی چې په اوسني وضعیت کې باید د ټولنې ټول اقشار په واحد...

slideshow, رپوټ, رپوټونه, سياسي

محب: د سيمې هېوادونه د افغانستان روان امنيتي وضعيت ته اندېښمن دي

توسط - محب: د سيمې هېوادونه د افغانستان روان امنيتي وضعيت ته اندېښمن دي

نوموړي د سه‌شنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل، ملي امنيت او د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه د وضعيت د کنټرول لپاره کار کوي او د هغو ولسواليو ودانۍ چې د طالبانو لخوا نيول شوي لاهم هلته خدمات روان دي او د حکومت تر حاکميت لاندې دي. د محب په خبره، د روسیې او تاجکستان په شمول د سيمې هېوادونو د افغانستان روان...

slideshow, تحليل او ليدلوری, تحلیل, ليد لورى

د رسنیو غږ، ولې فشارونه زیات شوي؟

توسط - د رسنیو غږ، ولې فشارونه زیات شوي؟

افغان چارواکي د ځینو حرکتونو او څرګندونو له لارې غواړي رسنۍ تر خپل فشار لاندې راولي او هغه څه خپاره کړي چې د دوی په خوښه وي. کټ مټ هغه چلند چې دم‌ګړۍ یې طالبان د خپلې ولکې لاندې سیمو کې له رسنیو سره کوي. دا هغه چلند دی چې نه یوازې د بیان ازادۍ له اصل سره په ټکر کې دی،  بلکې...