توسط shams -
د امنیه قوماندانۍ ویاند فیردوس فرامرز وایي، پولیسو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د څو اوپراتیفي عملیاتو پر مهال ۱۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د نوموړي په خبره دغه کسان د انسان تښتونې، وسلوالې غلا، د غیر قانوني وسلو لېږد، او د عامه نظم په ګډودۍ کې لوی لاس درلود.
د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه کسان په لومړۍ، دوېیمې،...
توسط shams -
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني خوست ولایت ته له رسېدو سره سم د خوست هوایي ډګر پرانیست او له متحده عربي اماراتو څخه راغلو مېلمنو سره یې ولیدل او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه.
په پام کې ده چې جمهورریيس غني به خوست کې مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د خوست ولایت مشرانو، متنفذینو،...
توسط shams -
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردود ویاند مرستیال ویاند سید مقصود صاحب زاده کلید ته وویل، چې تېره ورځ افغان ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ د ضابط قلعه او سلطان کلي کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او د مزمل په نوم د یو سرګروپ په ګډون ۱۰تنه نور ټپیان...
توسط shams -
د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل نن سهار ۹ او لس دقیقې د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارتهنو سیمه کې په یوې رهنما کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې شپږ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د نوموړي په خبره په پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور...
توسط shams -
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل آلماني سیال، هایکو ماس سره د ټیلفونې اړیکې له لارې، د افغانستان د روان امنیتي وضعیت، د همکاریو پر دوام او سولې پروسې بحث او خبرې کړې.
المان ویلي افغان حکومت سره د سولې په برخه کې پوره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې پروسې بهیر د څو ناستو...
توسط shams -
د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له کورونا ویروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر له ۲۲زره اوښتی او تر اوسه پورې له ۹۷۱زره څخه زیات وګړي پرې اخته شوي دي.
د پاکستان حکومت د درېیمي څپې د کابو کولو لپاره یو شمېر بندیزونه هم لګولي، خو بیا هم پکې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر...
توسط shams -
د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحیمي وایي، چې افغان ځواکونو د جمعې ورځ د علی اباد ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې له څو ساعته جګړې وروسته یې د یادې ولسوالۍ بازار په بشپړ ډول له طالبانو پاک کړ.
د نوموړي په وینا په عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې، خو د کره شمېر په...
توسط shams -
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررییس غني به د خوست هوایي ډګر د پرانیستنې په مراسمو کې ګډونه وکړي او همدارنګه به د یاد ولایت عمومي وضعیت وارزوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې جمهوررییس به د دې سفر په جریان کې د خوست ولايت له امنيتي مسوولينو او د خلکو مختلفو اقشارو سره هم وګوري....
توسط shams -
په دې وروستیو کې د طالبانو لاسته د یو شمېر ولسوالیو او سیمو د لوېدو په دوام، تېره ورځ د اسلام کلا ګمرک هم طالبانو نیولی دی.
د چارو شنونکي وایي، که عایداتي سرچینې همداسې د طالبانو له خوا نیول کیږي، نو د هېواد په اقتصاد د ناوړه اغېزو سربېره د افغان حکومت لپاره به هم ښې پایلې ونه لري.
د مالیې وزارت ویاند محمدرفیع...
توسط shams -
مل پاسوال محمد خطاب خنجري د درېيم ځل لپاره د ارزګان د امنيه قومندان په توګه دنده پیل کړه.
نوموړی درېيم ځل د قومندان په صفت پر داسي مهال ټاکل کېږي چې ددغه ولايت ۵ ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې دي؛ خو مرکز ترینکوټ بیا د افغان ځواکونو په ولکه کې دی.
امنيه قومندان محمد خطاب خنجري د دندي د پیل څخه څو...