توسط shams -
خبرپاڼه زياتوي، چې د دغو بریدونو به پایله کې د د عباس او سېلاب په نوم د وسله والو طالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې په سره رود کې د خپل ماين په چاودنه کې دوه تنه ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د ولايت له رسنيو دفتره په...
توسط shams -
له دغه وزارت څخه د شنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۸۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د هغوی ګڼې وسلې او ۱۵ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي دي.
طالبانو ته دغه مرګ ژوبله ننګرهار، غزني، خوست، میدان وردګ، کندهار، جوزجان،سمنګان، بلخ،...
توسط shams -
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۸۹ میلیونه ډېر شوی او څلور میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۷ زره او ۸۵۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۴۰ زره ، ۳۹۸، په مکسیکو کې ۲۳۶زره...
توسط shams -
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دغه کتنه کې د ګمرکونو پر عصري کولو، سيمه ييز اتصال کې د افغانستان ارزښتناک رول او د ګمرکونو د ښه مدیریت په موخه د زېربناوو او طرزالعملونو جوړولو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
جمهوررییس د ډيجيټلي کېدو پروسې پر تطبيق او چټکتيا ټينګار وکړ وې ويل، د افغانستان بانک ډيجيټلي شوی،...
توسط shams -
د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار ۸ او ۳۵ دقیقې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دارالامان سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده، چې مرګ ژوبله نه لري.
د نوموړي په خبره پولیسو د چاودنې په تړاو څېړنې پیل کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی....
توسط shams -
د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت د سولې پلاوي په دوحه کې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره لیدلي دي او د مذاکراتو په تړاو ورسره غږېدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته د سولې په هڅو او مذاکراتو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې...
توسط shams -
د لغمان مرکز ته نیږدې په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځه جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی.
د الیشنګ بازار چې وسله وال طالبان یې د ډیرو جګړو له امله «کوچنی هلمند» بولي د جګړې لومړی خط ګرځیدلی او افغان ځواکونه له همدې ځایه پر وسله والو طالبانو بریدونه کوي.
د لغمان والي عبدالولي واحدزی وایي،...
توسط shams -
مسولین وایي یادو اختطاف چیانو د تښتول شوي کس له کورنۍ دخلاصون په مکابل کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوله، خو بالاخیره د امنیتي ځواکونو له لوري یاد کس خلاص او په تور یې دوه کسان ونیول شول.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي رسنیو ته د نیول شوو کسانو د ښودلو پرمهال وویل، چې اختطاف کوونکي یو د پکتیا د...
توسط shams -
افغان مسولينو وايي، له شاخوا دوه مياشتو راهیسې يې د ترينکوټ ښار تر ټولو ګڼ مېشته سېمه خيرو کاريز کې د ماسټر پلان د پلي کولو عملي چارې پیل کړي دي.
مسولين وايي، ددغه ماسټر پلان د پلي کولو سره د سيمې خلکو ته پاکې اوبه، روغتونونه، ښوونځي، پاخه سړکونه او ګڼې نورې اسانتياوې برابرې کړي.
که څه هم يو شمېر خلک ددغه ماسټر پلان...
توسط shams -
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۶۰ تنه مړه شوي او ۷۵۷ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۵۹۸۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۸۳ زره او ۸۲۷ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو...