توسط shams -
افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د روان کال په سیپټمر میاشت کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې داځل افغان لوبډله کې ځیني پخواني لوبغاړي نه ترسترګو کېږي.
افغان کرکټ بورډ دا ځل پر ځوانو لوبغاړو تکیا کړې او په ټولنیز پاڼو کې دکرکټ مینه والو له دې بدلونه هرکله...
توسط shams -
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۹۳ میلیونه ډېر شوی او څلور میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۷ زره او ۹۳۷ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۴۸ زره ، ۳۴۰، په مکسیکو کې ۲۳۷زره...
توسط shams -
د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لیدنه کې ټینګار وشو چې د ولسواکي پیاوړتیا دغه هېوادونه ثبات او بسیاینې ته رسولای او د سیمهیز اتصال او سوداګرۍ منطقه ګرځولای شي.
د ملي امنیت سلاکار محب په پاکستان کې د ډیموکراټیکو مبارزو د ملاتړ څرګندونه وکړه او د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر وویل چې پیاوړی...
توسط shams -
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د دوام په اړه بحث او خبرې کړي دي.
جمهوررییس جوبایډن یو ځل بیا جمهوررییس غني ته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې افغان ځواکونه به د افغانستان ساتنه...
توسط shams -
د لوی اختر په درېیمه ورځ په دوحه کې د جمهوریت او امارت د پلاو ترمنځ هم ناسته شوې وه او په دغه ناسته کې دواړو خواو د خبرو پر دوام او چټکتیا ټینګار کړی و.
خو یو شمېر افغان شنونکي او مبصرین بیا د دغو خبرو له پایلو ناهیلي شوي دي.
دغه افغان شنونکي بیا د خبرو د پرمختګ او بریالیتوب لپاره بېلابېل نظرونه...
توسط shams -
د ارزګان اوسېدونکي وايي، د ټولو ولسواليو تر سقوط وروسته اندېښنه موجوده ده چې وسله وال طالبان به د مرکز ترينکوټ د سقوط هڅې هم وکړي.
د ارزګان دوه تنه اوسېدونکي سيد ولې او عبدالجليل د افغان مسوولينو څخه وغوښتل چې د وضعيت د کابو کولو لپاره دې له وړاندي تدابير ونيسي.
دوی وويل: « درې ورېرونه او یو زوی مې تېرځل جګړه کې ووژل...
توسط shams -
په هلمند کې د ملکه ثريا په نوم د مور او ماشوم پنځوس بستریز روغتون کارکوونکي وایي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ددوې په وینا چې د نه تنخوا له امله له سخت اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
(( په دغه روغتون کې ډېر غریب او بېچاره خلک کار...
توسط shams -
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي، تر هغو چې د مذاکراتو له لارې ټولو لوریو ته د منلو وړ حکومت نه وي رامنځته شوی؛ نو سوله ناممکنه ده.
بل لور ته دوسلوالو طالبانو دغو څرګندونو ته افغان حکومت په ځواب کې ویلي، طالبان دې لومړی له افغان وژنې لاس واخلي او...
توسط shams -
له دغه وزارت څخه د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۵۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد، په لوګر، کونړ، پکتیا، غزني، کندهار، بلخ، سمنکان, هلمند، نیمروز او کاپيسا ولایتونو کې اوښتې...
توسط shams -
ددې ادارې مشر خان محمد تکل وایي، دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د آسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه په کندز ولایت کې تطبیق کیږي.
د دې پروژې په تطبیق سره به ۳۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه تر اوبولګونې لاندې راشي، چې په تعداد د ۸ زره نفر به له...