توسط sarwan -
کليد ګروپ نن د ښځينه ژورناليستانو د پياوړتيا په نوم پروګرام پيل کړ.
د کليد ګروپ مسوولين وايي، دغه پروګرام کې به لسګونه مېرمنې په دوو څلور مياشتنيو دورو كې د عملي او مسلکي خبريالۍ مهارتونه زده کړي.
د کليد ګروپ عمومي مشرې نجيبه ايوبي د ياد پروګرام د پيل مراسمو کې وويل، چې د ښځينه ژورناليستانو د پياوړتيا پروګرام د کليد ګروپ او اسيا...
توسط sarwan -
په کابل کې د هند سفير منپريت وهرا د امريکا نوې ستراتېژي د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره مهمه بولي او وايي، چې د دې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره به په سيمه کې د همکاريو او دوه اړخيزو ګټو نوى باب پرانيستل شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت...
توسط sarwan -
ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله نن د ايران د اسيا د مقدماتي سياليو په لړ کې د بوټان له لوبډلې سره لوبه وكړي.
دغې افغان لوبډلې پرون د قرغزستان لوبډلې ته د يو په مقابل كې په درېيو ګولو ماتې وركړه.
د فوټبال فدراسيون تخنيکي ډايرېکټر طاهر رووفي وايي، چې د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله به له...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په يو ورځني رسمي سفر نن سهار د ترکمنستان پايتخت عشق اباد ته روان شو.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د هېواد جمهور رئيس به په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف او د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان سره پر جلا کتنو سربېره د...
توسط sarwan -
د هرات ولايت پوليسو له كېمياوي توكو يو ډك كانټينر، چې له ايران څخه راوړل شوى و، نيولى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، ترلاسه شوي كېمياوي توكي لږ تر لږه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر ارزښت لري، چې د دغه ولايت د نشه يي توكو په ضد د مبارزې پوليسو له لوري نيول شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې...
توسط sarwan -
د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د یوې ټرافیکې پېښې له امله درېیو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولایت د رسنیو دفتر وایي، نن سهار اته بجې د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ په تره ګړ سیمه کې د یوه مارسډیز ډوله موټر چلوونکي د بې...
توسط sarwan -
په ننګرهار کې د دیني عالمانو د وژنو ځنځیري کړۍ اندېښنې رامنځته کړي او نیوکې پر امنیتي مسولینو دي، چې مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات نه کوي.
دیني عالمان وايي، بې غرضه او د حق د لارې ښوونکي ملا امامان په بې رحمۍ سره وژل کېږي، خو د پوښتنې او مخنیوي یې څوک نشته.
په تېره یوه اونۍ کې چپرهار ولسوالۍ کې د دیني عالمانو...
توسط sarwan -
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سیمه کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال یې درې داعش...
توسط sarwan -
کندوزيان په دې ولایت کې له معارف رياسته شکايت کوي او وايي، چې په دې رياست کې بډې اخیستل د خلکو لويه ستونزه ده.
په کندوز کې د ځوان غبرګون د مدني ټولنې مشر مسلم وایي، چې د یو شمېر نورو ادارو تر څنګ د کندوز ولایت د معارف ریاست کې ټول بستونه بېلابېل قیمتونه لري او پرته د رشوت ورکولو هېڅوک نه شي...
توسط sarwan -
خوست ته د پکتيا جاني خېلو ولسوالۍ څخه کډه شويو يو سلو يوولسو کورنيو سره د نړيوال خوراکي پروګرام له لوري د خوراکي توکو او همداشان د IRC او نړيوال پيوستون موسسو له لوري نغدي پيسې هم وويشل شوې.
هرې بې ځايه شوې کورنۍ لپاره پر خوراکي توکو سربېره، ۱۸۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.
د يادو مرستو د وېش پر مهال د خوست والي حکم...