توسط sarwan -
ننګرهار کې ښځينه پوليسو ته د دوه لکه یوشت زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د لباس بدلولو، مينځل خونو او تشنابونو ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، چې دغه ودانۍ په امنیې قومندانۍ، د ترافیکو مدیرت، دویم ماموریت، لومړۍ حوزه، د صحي علومو په امریت او د سره رود په امنیې...
توسط sarwan -
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۹۳ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار امنيې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د خپلو درېیو اونیو د لاسته راوړنو په کنفرانس کې خبریالانوته وکړې.
رحیمي وویل، چې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۸۰ وسله وال...
توسط sarwan -
په ننګرهار کې ډاکټرانو او درمل پلورونکو د نا امنیو شدت له کبله کاربندیز اعلان کړ او امنیتي ارګانونه یې په بې غورۍ او پاتې راتګ تورن کړل.
د روغتیايي سکتور مسوولین وايي، په ټیلفون ورته د مرګ ګواښونه کېږي او په عملي ډول یې ډېری هم مسلکي له چاودنو او بریدونو سره مخ شوي دي.
د درمل پلورونکو ټولنې مشر نجیب الله صاحبزاده خبریالانو...
توسط sarwan -
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتكې نهه داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ د مامند درې په ډاګه سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د بريد له كبله نهه داعش وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته كړه،...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د ترکمنستان د جمهور رئيس په رسمي بلنه تېر ماښام عشق اباد کې د اسيايي نړيوالو لوبو د رسمي پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د ترکمنستان د جمهور رئيس له لوري اسيايي المپيک لوبو کې د ګډون کوونکي پلاوي د رئيسانو په وياړ برابره شوې مېلمستيا کې د ګډون په مهال جمهور...
توسط sarwan -
په ننګرهار ولايت كې له پاكستانه راستنوو شوو ۴۰۰ کورنيو سره د نږدې دوه نيم ميليونه افغانيو مرسته وشوه.
دغه مرسته د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ادارې سره په همغږۍ د خوراک نړيوال پروګرام له لوري له كډوالۍ راستنو شوو ۴۰۰ كورنيو ته ووېشل شوه.
د ننګرهار د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې يادې کورنۍ د روان ميلادي کال په...
توسط sarwan -
د كندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ كې پرون ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي، پېښه د يوه ټونس او يوه هاموې نظامي موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د کندوز د حوزوي روغتون رئيس نعيم منګل وويل، چې په دې پېښه كې اووه تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د...
توسط sarwan -
خوست ښار کې ماين چاودنې ۱۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د خوست د عامې روغتیا ريیس ډاکتر حبیب شاه انصاري د خوست مرکزي روغتون مخې ته خبریالانو ته وویل، چې په دې چاودنه کې ۱۵ ملکیان ټپیان شوي او څلور نور وژل شوي دي.
د حبیب شاه انصاري په خبره، د پېښې د یوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
په ورته...
توسط sarwan -
د لغمان ولایتي چارواکي وایي، الینګار ولسوالۍ کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله څلورو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې نن ۱۱ نیمې بجې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د منګو اړوند په اړوا سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي ماین...
توسط sarwan -
د زابل په ښارصفا ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له کبله څلور تنه ووژل شول.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال کليد ته وويل، چې په ښار صفا ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي ۴۰۴ ډوله موټر چې میوند وردک ټرانسپورټي شرکت اړوند دی او فيلډر ترمنځ نن شاوخوا ۱۲ بجې ټکر شوی، چې له کبله يې څلور تنه وژل...