slideshow, كورني خبرونه

کاپیسا کې یو انسان تښتوونکی نیول شوی

توسط - کاپیسا کې یو انسان تښتوونکی نیول شوی

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، دوې نن سهار د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې یو انسان تښتوونکی نیولی، چې په دې ولايت کې يې انسانان د پیسو په هدف تښتول. په دې اړه د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي کلید ته وویل، چې انسان تښتوونکي په کاپیسا کې په وژنو او په زور د پیسو په اخیستو باندې هم تورن دی...

slideshow, كورني خبرونه

په زرمت كې د يو ښوونكي د وژل كېدو په تور ۳ تنه نيول شوي

توسط - په زرمت كې د يو ښوونكي د وژل كېدو په تور ۳ تنه نيول شوي

د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د يو ښوونکي د وژل کېدو په تور درې تنه نيول شوي دي. د زرمت اوسېدونکي وايي، درې ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په اورياخېلو کلي کې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې درې تنه سيمه ييز پوليس د يو ښوونکي کور ته ورننوتلي، له هغه يې پيسې او يو شمېر وسايل په زوره وړي او هم يې وژلى...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان او ننګرهار ته د برېښنا غځېدلي لينونه لا هم نه دي تړل شوي

توسط - لغمان او ننګرهار ته د برېښنا غځېدلي لينونه لا هم نه دي تړل شوي

د ننګرهار د برېښنا رياست چارواکي وايي، د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته د لېږدول شوې برېښنا پرې شوو مزو تړلو ته لا هم وسله والو اجازه نه ده ورکړې. د ننګرهار د برېښنا رئيس امېد سبا کليد ته وويل، وسله والو د سروبي ولسوالۍ د اوزبين مستۍ چينې په سيمه کې له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا مزي...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د شپږيزه كركټ ليګ سياليو کې مس عينک اتلانو بند امير ته ماته ورکړه

توسط - د شپږيزه كركټ ليګ سياليو کې مس عينک اتلانو بند امير ته ماته ورکړه

د شپږيزه كركټ ليګ د دويم پړاو سياليو لومړۍ لوبه كې نن د مس عينک اتلانو د بند امير ښامارانو ته په ۲۴ منډو ماتې وركړه او پايلوبې ته ووتل. نن ماسپښين به د کابل بازانو او بُست ساتونکو ترمنځ لوبه ترسره شي، چې ګټونكې لوبډله به يې پايلوبې ته د وتلو لپاره د بند امير ښامارانو سره د لوبې ډګر ته ووځي. د شپږيزه...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

توسط - هلمند كې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

د هلمند د کډوالو چارو رياست او آى سي اېف موسسې له لوري تېره ورځ په دې ولايت کې له شاوخوا ۱۲۰۰ بې ځايه شوو او بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو د مرستې لړۍ پيل شوه. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د مرستيال والي سردار محمد همدرد له قوله راغلي، چې دغه مرسته به په شفاف ډول...

slideshow, كورني خبرونه

نهر سراج کې شاوخوا ۱۲۰۰ جريبه ځمکه له غاصبينو وژغورل شوه

توسط - نهر سراج کې شاوخوا ۱۲۰۰ جريبه ځمکه له غاصبينو وژغورل شوه

د هلمند د والي حيات الله حيات په ځانګړې سپارښتنې د نهر سراج ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې په تېرو درېيو ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، پر يادې ځمکې خلکو خپلسري کورونه، دوکانونه او نومرې جوړې کړې وې، چې د ګرشک ولسوالۍ د املاکي کمېسيون له لوري د امنيتي ارګانونو په...

slideshow, كورني خبرونه

لغمان کې د ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - لغمان کې د ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي د لغمان مرکز مهترلام کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د دولت ۱۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کليد ته وويل، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په همکارۍ د مرکز اړوند د الینګار د سیند ختیځې څنډې ته د پنج پای سیمه کې عملیات کړي چې...

slideshow, كورني خبرونه

انسان تښتوونکو د هرات د ګمرګ ۳ تنه کارکوونکي وژلي

توسط - انسان تښتوونکو د هرات د ګمرګ ۳ تنه کارکوونکي وژلي

د هرات سیمه ییز چارواکي د دې ولایت د ګمرک د درېيو کارکوونکو د جسدونو د موندلو خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، تېره ورځ يې د یاد ولایت کهسان ولسوالۍ کې درې جسدونه موندلي دي. د فرهاد په وینا، په وژل شوو کسانو که دوه تنه د هرات ولایت د ګمرګ کارکوونکي او یو تن د هغوی موټر...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند كې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هلمند كې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د افغان ګډو ځواكونو په ځمكنيو عملياتو كې د دولت دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي. د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه ناوخته د ناوې ولسوالۍ په نګارې سيمه كې ترسره شوي دي. د سرچينې په...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل له سروبي څخه ننګرهار او لغمان ته د لېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوي

توسط - د کابل له سروبي څخه ننګرهار او لغمان ته د لېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته د لېږدول شوې برېښنا مزي د وسله والو له لوري پرې شوي دي. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې نن غرمه یوولس نیمې بجې د سروبي ولسوالۍ د اوزبین مستۍ چینې په سیمه کې وسله والو طالبانو له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا...