توسط sarwan -
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د يوې نښتې په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون د دولت ۱۳ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې د مرکز اړوند په اليشنګ کلي کې د امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښته کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او...
توسط sarwan -
په اروزګان ولايت كې له نږدې يوې اونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو له وېرې لسګونه روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
د اروزګان د عامې روغتيا رئيس خان اغا مياخېل د جمعې په ورځ رسنيو ته وويل، چې په دې ولايت كې د ۵۹ روغتيايي مرکزونو له جملې څخه يوازې پنځه يې په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې فعال دي.
نوموړي زياته كړه، د طالبانو...
توسط sarwan -
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د پچيراګام ولسوالۍ تورې بوړې ته څېرمه د ګيره خېلو په کونج کلي کې تېره ورځ مازديګر ناوخته يو کاسټر موټر له لوړ ځاى څخه لوېدلى، چې له كبله يې څلور ماشومان وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، په پېښه كې۳۴ تنه...
توسط sarwan -
د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، هغه درملتونونه به وتړي، چې په غيرې قانوني ډول فعاليت کوي.
د هلمند د عامې روغتيا رئيس مولاداد توبه ګار كليد ته وويل، هغه ستونزې يې د حلولو په هدف له عامې روغتيا وزارت سره شريكې كړي، چې د دوى له وسه پورته دي.
نوموړي زياته كړه، پر مرکز لښکرګاه ښار سربېره په ولسواليو کې يې هم...
توسط sarwan -
د چارو ادارې د يو پخواني لوړپوړي كار كوونكي د بربنډې شوې طرحې په غبرگون کې جمهور رئيس محمد اشرف غني لويې څارنوالۍ ته په دې اړه د هر اړخيزې څېړنې امر كړى دى.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې په ټولو برخو په ځانګړي ډول حکومتي دستګاه کې دننه تبعيضي چلند،...
توسط sarwan -
د شپږيزه کرکټ ليګ پنځم پړاو سياليو د اتلولۍ جام د بند امير ښامارانو لوبډلې پورته کړ.
د پرونۍ پايلوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونوکې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د مس عينک اتلانو لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.
خو د مس عينک اتلانو لوبډلې وركړل...
توسط sarwan -
د پکتيا پوهنتون محصلينو د (وينه ورکړئ ژوند وژغورﺉ) تر عنوان لاندې د وينې د ورکړې کمپاين پيل کړ، چې تر لرې پرتو سيمو به ورسېږي.
دغه کمپيان تېره ورځ ناوخته د پکتيا والي شميم خان کټوازي له لوري د وينې په ورکړې سره پيل شو.
ّپه دې کمپاين کې چې د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلينو د وينې د ورکړې لپاره په رضاکاره توګه...
توسط sarwan -
هندي رسنۍ وايي، د سپټمبر په ۲۷مه نوې ډېلي کې د افغانستان- هند د پانګونې او سوداګرۍ نندارتون جوړېږي.
په ياد نندارتون کې به د افغاني او هندي سوداګرو او پانګه والو سربېره د نړۍ بېلابېل مشهور سوداګر هم برخه واخلي.
د دې نندارتون مالي ملاتړ د ( USAID) له لوري کېږي.
د هندي رسنيو د راپور له مخې هند دا کار وروسته له هغې کړی،...
توسط sarwan -
چارواکي وايي، ميدان وردکو ولايت کې د امنيتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ۱۳ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردکو ولايت د امنيې قومندانۍ وياند نقيب اميني کليد ته وويل، ياد عمليات د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سيمه کې ترسره شوي، چې په مهال يې نرخ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي امين...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمداشرف غني د امريکا متحده ايالتونو ته د خپل سفر په درېيمه ورځ پرون د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج سره وکتل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رييس محمد اشرف غني هند د افغانستان ښه دوست وباله او همدارنګه يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاريو قدردانۍ وکړه.
په دغه کتنه...