توسط sarwan -
وسله والو طالبانو په هلمند ولايت كې پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د ۶۰۱ نمبر لويې لارې اړونده سيمه كې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
د نوموړي په خبره، د بريد په مهال د طالبانو له لوري يو...
توسط sarwan -
د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د يوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوى.
عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې دا پېښه د يادې امنيتي حوزې په افشار سيمه كې رامنځته شوې ده.
د يو تن عيني شاهد په وينا، ښايي په ياده سيمه كې د بهرنيو ځواكونو كاروان په نښه شوى وي.
د چاودنې د څرنګوالي او له كبله يې د رامنځته...
توسط sarwan -
د ننګرهار د برېښنا رئيس امېد صباح وايي، د دې ولايت د کانال رياست د زيتونو توليدي فابريکې ستونزه به په اساسي ډول حل کړي.
نوموړي د زيتونو توليدي فابريکې او اړوند برېښنا برج څخه د ليدنې په مهال وويل، د صنعت د پياوړتيا په هدف به د ننګرهار د کانال ادارې د زيتونو توليدي فابريکې د برېښنا ستونزه په اساسي توګه حل شي.
د...
توسط sarwan -
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تېره ورځ د جنوب ختيځو ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ديني عالمانو سره وليدل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دې ناسته کې، چې د اجرائيه رياست سلاکارانو هم برخه درلوده، د لويې پکتيا پر ستونزو بحث وشو او د غونډې برخه والو اجرائيه رئيس ته د خپلو ولايتونو...
توسط sarwan -
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي کې د کډوالو په يوې لارۍ ډوله موټر کې له دوو تنو سره ۱۲ ميله وسلې ونيول شوې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د لومړۍ سرحدي لېوا اړوند د تورخم کميسارۍ موظفينو له پاکستان څخه د بېرته راستنو شوو کډوالو لارۍ ډوله موټر کې د پلټنې په مهال ۱۱ ميله تومانچې، ۱...
توسط sarwan -
د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو مخالفينو د کمين په ترڅ کې وژل شوی دی.
يوې باورې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، په دې پېښه كې، چې پرون مازيګر ناوخته رامنځته شوې، د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عمرجان حقمل وژل شوی او درې ملګري يې ټپيان شوي...
توسط sarwan -
د خوست په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې له څوارلس میلیونه د زیاتو افغانیو په ارزښت د سربند او کانال جوړېدو چارې پیل شوې.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د کانال او سربند په جوړېدو سره به دېرش زره جریبه ځمکه خړوبه شي او د جوړېدو چارې به یې لسو میاشتو کې بشپړې شي.
د حبیبي په خبره، د همدې زراعتي پروژې څخه...
توسط sarwan -
امنيتي چارواکي هرات ولایت کې د دوو بېلابېلو جرمونو به تور د درېيو تنو د نيولو خبر ورکوي.
د هرات ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، له يادو نيول شوو يو تن يې پښتون زرغون ولسوالۍ کې له وسله والو سره د اړيکې په تور نيولی دی.
ولیزاده وایي، دغه کس د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او...
توسط sarwan -
د جوزجان ولايت د قوش تپې ولسوالۍ په خان اقا او بيكسر سيمو كې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نښته كې د دواړو لورو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري كليد ته وويل، چې دا نښته پرون ماسپښين درې بجې پيل شوه او د ماښام تر شپږو بجو يې دوام درلود.
د هغه په...
توسط sarwan -
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د يو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې دغه عمليات د بټي کوټ ولسوالۍ په انبارخانې سيمه کې ترسره شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې عمليات کوونکو ځواکونو دغه...