slideshow, كورني خبرونه

هرات کې ماين چاودنې ۳ پوليس وژلي

توسط - هرات کې ماين چاودنې ۳ پوليس وژلي

چارواکي وايي، د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې له کبله يې د ملي پوليسو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار لس نيمې بجې د پوليسو په رېنجر موټر شوې، چې په پايله کې يې د پوليسو درې سرتېري وژل شوي او يو سرتېری ټپي...

slideshow, كورني خبرونه

خوست کې (پر ماشومانو د درنو کارونو اغېز) په نوم ملي څېړنه پيل شوه

توسط - خوست کې (پر ماشومانو د درنو کارونو اغېز) په نوم ملي څېړنه پيل شوه

په سويل ختيخ زون کې د بشري حقونو دفتر مسوولينو (پر ماشومانو د درنو کارونو اغېز) په نوم ملي څېړنه په خوست ولايت کې هم پيل کړه. د بشري حقونو د معلوماتو له مخې د ماشونو د کار او روزګار دغه څېړنه شپږ مياشتې وروسته بشپړېږي او پايلې به يې افغان حکومت سره شريکې کړي، تر څو حکومت د درنو کارونه څخه د ماشومانو...

slideshow, اقتصاد, سوداګري, كورني خبرونه

د کندهار والي له ايراني چارواکو سره سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو ژمنې ترلاسه كړې

توسط - د کندهار والي له ايراني چارواکو سره سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو ژمنې ترلاسه كړې

د کندهار والي وايي، چې ايران ته يې د سفر په مهال افغان په ځانګړې توګه کندهاري سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو او د ايراني او افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ مرکز د پرانيستلو ژمنې ترلاسه كړې. د کندهار والي زلمی ويسا چې له افغاني سوداګرو او دولتي رييسانو سره يو ځای د ايران مشهد ښار ته تللی وو، هلته يې له ايراني چارواکو...

slideshow, كورني خبرونه

خوست کې په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د ارزښت په اړه ښځو ته پوهاوی ورکړل شو

توسط - خوست کې په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د ارزښت په اړه ښځو ته پوهاوی ورکړل شو

په خوست کې د ټاکنو خپلواک کميسون له لوري ۱۵۰ ښځو ته په ټاکنو کې د ښځو ونډه او رهبرۍ ته هڅونه تر نوم لاندې يو ورځنی پوهاوی ورکړل شو. د ټاکنو خپلواک کميسون ځايي مسوولين وايي، دوی په ټوله مانا د ټاکنو ترسره کېدو ته تيار دي او غواړي عام خلک هم په دې پروسه کې ګډون کولو ته وهڅوي. په دې ورځني پروګرام...

slideshow, كورني خبرونه

اليشنګ كې د افغان ګډو امنيتي ځواكونو تصفيوي عمليات پيل شوي

توسط - اليشنګ كې د افغان ګډو امنيتي ځواكونو تصفيوي عمليات پيل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان اليشنګ ولسوالۍ کې د سېلاب يو اتم نمبر عملياتو په مهال ۲۲ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره ورځ يې د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلاب يو اتم نمبر په نوم ګډ تصفيوي عمليات...

slideshow, كورني خبرونه

د کليد ګروپ يوې خبريالې د زړورې خبريالې مقام ترلاسه کړ

توسط - د کليد ګروپ يوې خبريالې د زړورې خبريالې مقام ترلاسه کړ

د کليد ګروپ يوې خبريالې د زړورې خبريالې مقام ترلاسه کړ. دغه جايزه د لومړي ځل لپاره د امريکا غږ ټلويزيون له لوري په هند کې هغو دوو ښځينه خبريالانو ته وركړل شوه، چې خپلې دندې يې په ښه توګه او مېړانه ترسره کړې دي. پنځه کاله کېږي، چې سميه وليزاده له کليد ګروپ سره په بېلابېلو برخو کې کار کوي او اوس مهال هم...

slideshow, كركټ, كورني خبرونه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله بنګله دېش ته لاړه

توسط - د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله بنګله دېش ته لاړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د بنګله دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره د پنځو يو ورځنيو سياليو د ترسره كولو په هدف پرون بنګله دېش ته لاړه. د افغانستان د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، له بنګله دېش سره د سياليو لپاره ټاكل شوې لوبډله کې د لوبډلمشر نوين الحق ترڅنګ عمران محمدي، نويد عبيد، دروېش رسولي،...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

عراق کې د کردانو لخوا د خپلواکۍ ټولپوښتنه پيل شوې

توسط - عراق کې د کردانو لخوا د خپلواکۍ ټولپوښتنه پيل شوې

د عراق د کردستان خلک نن د رايو صندقونو ته په تللو سره د دې سيمې د خپلواکۍ ټولپوښتنه کې ګډون کوي. د عراق لومړي وزير حيدر العبادي د يکشنبې په ورځ دا ټولپوښتنه بې قانونه وبلله او ويې ويل، د مقابلې لپاره به ورته اړين تدابير ونيسي. د عراق د کردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنه داسې مهال روانه ده، چې پر عراق سربېره د دغه...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار کې ماين چاودنې ۲ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - کندهار کې ماين چاودنې ۲ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ښار د اتمې حوزې اړوند میرویس روغتون سره چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، چې نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې اوو بجو وروسته میرویس روغتون ته نږدې د اتمي امنیتي حوزې پر پولیسو ماین چاودنه شوې. درانی وایي، چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی...

slideshow, كورني خبرونه

د هرات شينډنډ ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو ولسواليو ووېشل شوه

توسط - د هرات شينډنډ ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو ولسواليو ووېشل شوه

د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ هغه طرحه، چې دغه ولسوالي په پنځو ولسواليو وېشي، نهايي شوې ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد تېره ورځ کليد ته وويل، چې د دې طرحې له مخې ياده ولسوالي د شينډنډ، زيرکوه، پشت کوه، زاول او کوه زور په ولسواليو وېشل شوې ده. د فرهاد په وينا، شکرالله شاکر د شينډنډ، عبدالغني نورزی د زيرکوه، عبدالعلي...