توسط sarwan -
د ملي اردو چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د هوایي برید له کبله ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په مامندره کې افغان ځواکونو هوایي برید کړی، چې پرمهال یې ۱۳ داعشيان وژل شوي دي.
سرچینه...
توسط sarwan -
د فراه چارواکي وايي، په دې ولايت کې په دوو جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۶ پوليس او ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د فراه د ولايتي شورا رييسې جميلې اميني کليد ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت پشتکوه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريدونه کړي، چې په پايله کې يې پوستې...
توسط sarwan -
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې تېره شپه له وسله والو طالبانو سره د جګړې په مهال د دې ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان له يو بل سرتېري سره وژل شوی او پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې د تېرې شپې جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر...
توسط sarwan -
امنيتي چارواکي وايي، په کابل ښار باندې راکټي بريد شوی.
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش کليد ته وويل، چې يو توغندی له نا معلوم لوري د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په کمپ کې لګېدلی دی.
دانش زياتوي، دغه بريد تلفات نه لري، خو زياتوي دا لومړني معلومات دي او د پېښې په اړه...
توسط sarwan -
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په امنيتي پوستو د وسله والو بريد په شاه تمبول شوی دی.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي کليد ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د بټي کوټ ولسوالۍ د ودانۍ په امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بريد وکړ، چې د افغان ځواکونو له ځوابيه بريد سره مخ شو او په پايله کې يې دوه...
توسط sarwan -
هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکنيو چاڼيزو عملياتو کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد عمليات د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د يخچال، سېدان، ډاګيان او سور ګودر سيمو کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې ۳۱ وسله وال وژل...
توسط sarwan -
چارواکي وايي، نا معلومو وسله والو ننګرهار کې دوه ملي پوليس وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ماښام د جلال اباد ښار دويمې حوزې اړوند انګور باغ سيمه کې نا معلومو موټر سايکل سپرو وسله والو دوه ملي پوليس په ډزو سره وژلي او وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.
نوموړی وايي، د يادو وسله والو...
توسط sarwan -
د هرات امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې يې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، دغه نيول شوي کسان د ښار د ۱۲مې او ۱۴مې ناحيې اوسېدونکي دي، چې د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې مديريت د کارکونکو له...
توسط sarwan -
د غزني والي وايي، په دې ورستيو کې غزني ښار کې د خپل سريو لوړ پوړيزو ودانيو جوړول ډېر شوي.
انجنير عبدالکريم متين د غزني ولايت والي د ښاروالۍ مسوولين په بې کفايتۍ تورن کړل او تر څنګ دوی ته کوتڅنډنه هم وکړه.
نوموړي زياته کړه، که چېرې د غزني ښاروالۍ مسوولين په ښار کې د خپل سريو لوړ پوړيزو ودانيو جوړول په کم وخت...
توسط sarwan -
که څه هم د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال له پیل څخه دوه اوونۍ تېرې شوي، خو لا هم یوشمیر زده کوونکي په منظم ډول ښوونځیو ته نه حاضرېږي.
د کتابونو نشتوالی، درسي بهیر ته د ښوونکو نه پاملرنه او د پوهنې ریاست له لوري کمزوری نظارتي سیسټم د شته ستونزو د دوام د لاملونو په توګه یادېږي.
د کامې ولسوالۍ د مراد عالي...