slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې ۱۵ داعشیان او ۷ وسله وال طالبان وژل شوي

توسط - ننګرهار کې ۱۵ داعشیان او ۷  وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نازیانو او لعلپورې ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو او عملیاتو پرمهال ۲۲ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د لعلپورې ولسوالۍ په بیلې سیمه کې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې ۷ پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي...

كورني خبرونه

هرات کې ۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هرات کې ۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو د هرات ولايت پښتون زرغون ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کړی او د جګړې په ترڅ کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو له لوري دوه وسله وال طالبان وژل شوي او...

slideshow, كورني خبرونه

فراه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

توسط - فراه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

په فراه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۷ طالبان او پنځه ملي پوليس وژل شوي دي. د فراه چارواکي وايي، تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولايت د بالابلوک ولسوالۍ کَنيسک سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول. د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې ۵ وسله وال طالبان نيول شوي

توسط - ننګرهار کې ۵ وسله وال طالبان نيول شوي

د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د مشهور طالب قوماندان جيفور پنځه وسله وال ژوندي نيول شوي دي. په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ په توتو سيمه کې د کومانډو ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو...

slideshow, كورني خبرونه

کاپيسا کې ماين چاودنې ملکي وګړي ټپيان کړي

توسط - کاپيسا کې ماين چاودنې ملکي وګړي ټپيان کړي

په کاپيسا ولايت کې پر يوه بايسکل د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه شوې ده. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار نږدې نهه بجې د دويم کوهستان په جمال اغې بازار کې شوې ده. هغه زياته کړه، چې د چاودنې له کبله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي. خو د کاپيسا د مرکزي...

رپوټ, څېړنيز

د کډوالۍ او بېځایه کېدلو بېپایه بهیر

توسط - د کډوالۍ او بېځایه کېدلو بېپایه بهیر

په معاصره دوره کې د افغانانو د کډوالۍ کیسه هغه وخت پیلېږي چې د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په ۶مه پخواني شوروي اتحاد په افغانستان يرغل وکړ. که څه هم ښايي لومړيو کې فکر کېده چې د روسانو د ظلم، اشغال او بربريت تر پای ته رسېدو وروسته به افغانان بېرته په سړه سينه خپلو مېنو او هېواد ته راستانه شي، خو...

تحليل او ليدلوری, تحلیل

د غوڅ دريځ اړتيا

توسط - د غوڅ دريځ اړتيا

که څه هم د وږي په 26مه نېټه جمهور رييس غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وينا کې له پاکستانه وغوښتل چې له افغانستان سره همکاري او د ترورېزم پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، خو داسې ښکاري چې جمهور رييس د خپلو تېرو دريځونو پر خلاف دا ځل د پاکستان پر وړاندې نرم دريځ غوره کړی و او د...

slideshow, كورني خبرونه

يوناما: افغانستان کې درېيو مياشتو کې ۴۸ ټنه نشه‌ يي توکو نيول شوي

توسط - يوناما: افغانستان کې درېيو مياشتو کې ۴۸ ټنه نشه‌ يي توکو نيول شوي

يوناما وايي، افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په درېيو مياشتو کې ۴۸ ټنه نشه‌ يي توکي نيولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا يوناما له لوري د افغانستان په اړه په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دغه اندازه نشه يي توکي د روان ۲۰۱۷ ميلادي کال د جون مياشتې له لومړۍ د اګسټ...

slideshow, اقتصاد, كرهڼه او بڼوالي, كورني خبرونه

ننګرهار کې د روميانو د پروسس پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد

توسط - ننګرهار کې د روميانو د پروسس پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد

په ننګرهار ولايت کې د روميانو د پروسس پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، ياد پروګرام د کرنې او مالدارۍ رياست په همغږۍ د کرنيزې پرمختيا سيمه ييز پروګرام (RADAP-E) او د ګيفټ ټو زيسټ(GIFT to ZEST) پروسس کمپنۍ له لوري د شلو ښځو لپاره د دې کمپنۍ په انګړ کې داير شوی و. د نوموړې کمپنۍ...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار کې موټر بم ځانمرګي بريد ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي

توسط - کندهار کې موټر بم ځانمرګي بريد ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولايت د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم ځانمرګي بريد ۱۶ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني کليد ته وويل، بريد کوونکي د پوليسو له ټانک څخه، چې له چاودېدونکو توکو يې ډک کړی و، کار اخيستی او د ولسوالۍ په لومړي قرول کې يې چاودنه...