slideshow, كورني خبرونه

اروزګان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

توسط - اروزګان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ چارواکي وايي، چې بهرنيو ځواکونو هلته تېره شپه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. د چورې ولسوال امين الله خالقي کليد ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل او ۱۵ تنه نور يې ټپيان کړل. د ده په وينا، اوس هم...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريکا کې وسله وال بريد شوی

توسط - امريکا کې وسله وال بريد شوی

په امريکا کې وسله وال بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. امنيتي سرچينې وايي، پېښه د لاس ويګاس ايالت په يوه هوټل کې د کنسرت په مهال رامنځته شوې ده. په کنسرت کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه، خو يوه وسله وال يې پر ګډون کوونکو ډزې وکړې، دوه تنه يې ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل. بريد کوونکی هم د پوليسو له...

Uncategorized

د پچيراګام د نفوسو د احوالو د ثبت مدير وژل شوی

توسط - د پچيراګام د نفوسو د احوالو د ثبت مدير وژل شوی

د ننګرهار د نفوسو د احوالو د ثبت امريت چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو پرون ماسپښين د پچيراګام ولسوالۍ د نفوسو د احوالو د ثبت مدير وژلی دی. د ننګرهار د نفوسو د احوالو د ثبت امر حفيظ الله پهلوان کليد ته وويل، چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند د خالص فاميليو په سيمه کې د پچيراګام ولسوالۍ د نفوسو د احوالو...

slideshow, كورني خبرونه

اليشنګ کې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - اليشنګ کې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان اليشنګ ولسوالۍ کې يې د روانو سېلاب يو اتم نمبر عملياتو په مهال پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په ختيځ کې ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ يې د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پيل کړو سېلاب يو اتم نمبر عملياتو په...

slideshow, كورني خبرونه

ګردېز کې د عاشورا مراسم د امن په فضا کې ترسره شول

توسط - ګردېز کې د عاشورا مراسم د امن په فضا کې ترسره شول

د پکتيا مرکز ګردېز کې د لږکيو اهل تشيع لخوا د عاشورا مذهبي مراسم د امن په فضا کې ترسره شول. د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي نن کليد ته وويل، د دغو مراسمو د ښې نمانځنې لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي وو او مراسم په ډاډمن امنيت کې ترسره شول. هغه زياته کړه: "د دغو مراسمو د نمانځنې...

slideshow, كورني خبرونه

حکمتيار په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له بندولو سره مخالفت وکړ‎

توسط - حکمتيار په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له بندولو سره مخالفت وکړ‎

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، طالبانو سره بايد خبرې وشي او په قطر کې د دوی د سياسي دفتر بندول هېڅ ګټه نه لري، بلکې تاوان کوي. حکمتيار دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ د هودخېلو قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وکړې. د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه ګوند د مشر له...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند کې ۱۹ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هلمند کې ۱۹ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کې د افغان ځواکونو هوايي بريد کې ۱۹ تنو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. يوې معتبرې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، تېر مازديګر د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان سيمه کې د ملي امنيت پر سرتېرو د افغان هوايي ځواکونو لخوا هوايي بريد شوی، چې په ترڅ کې يې ۱۰ تنه امنيتي سرتېري...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د پاکستان لوی درستيز سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

توسط - جمهور رئيس غني د پاکستان لوی درستيز سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو او سيمې په ګټه دی او کولای شي د دواړو هېوادونو ولسونه له فقر څخه وژغوري. نوموړي دا څرګندونې په ارګ کې د پاکستاني پوځ د لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ پلاوي سره، چې تېره ورځ کابل ته راغلی و، د ليدنې په مهال وکړې. د جمهوري رياست...

رپوټ, سياسي, ټولنیز

مسلمیار: څوک چې زما له نومه په استفادې قانون ماتوي، قانون دې پرې پلی شي

توسط - مسلمیار: څوک چې زما له نومه په استفادې قانون ماتوي، قانون دې پرې پلی شي

د مشرانو جرګې رییس وايي، په ننګرهار کې د پولیسو تشکیل لپاره په تېرو پنځلسو کالو کې کار نه دی شوی او ډېر ژر به دا مسله د حل په موخه کابل کې د حکومت مشرانو سره شریکه کړي. نوموړي د ننګرهار امنیتي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ او له چارواکو یې وغوښتل، څو هغو کسانو...

slideshow, كورني خبرونه

د هرات په شينډنډ او ادرسکن ولسواليو کې دوو چاودنو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - د هرات په شينډنډ او ادرسکن ولسواليو کې دوو چاودنو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت ادرسکن ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ملي پوليسو يو ساتنمن وژلی او بل سرتېری يې ټپي کړی دی. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، دغه چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ رودګز سيمه کې هغه مهال شوې، چې د پوليسو رېنجر موټر پر ښخ شوي ماين ورختلی دی. د هغه...