slideshow, كورني خبرونه

څلورو دولتي چارواکو ته مډالونه ورکړل شول

توسط - څلورو دولتي چارواکو ته مډالونه ورکړل شول

جمهور رئيس محمد اشرف غني په روغتيايي چارو کې خپل سلاکار تيمور علم، د جمهوري رياست د دفتر لوی رياست د پاليسۍ، څارنې او بررسۍ مرستيال عبدالسبحان روف، د ټولګټو چارو وزارت د وسپنې پټلۍ د ادارې لوی رئيس محمد يما شمس او له فساد سره د مبارزې عالي ادارې لوی رئيس سيد غلام حسين فخري ته د خدمتونو او هڅو د تقدير...

slideshow, كركټ

درېيو ولايتونو کې د کرکټ لومړۍ درجه څلور ورځنۍ سيالۍ ترسره کېږي

توسط - درېيو ولايتونو کې د کرکټ لومړۍ درجه څلور ورځنۍ سيالۍ ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د لومړي ځل لپاره د هېواد په کورني کرکټ کې لومړۍ درجه څلور ورځنۍ سيالۍ ترسره کېږي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ به په نږدې راتلونکي کې په کابل، ننګرهار او خوست ولايتونو کې پيل شي. د سرچينې په خبره، په دې هدف د خوست او ننګرهار په کرکټ لوبغالو کې د لوبو لپاره تيارۍ...

slideshow, كورني خبرونه

يوناما د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره د مرستې سند لاسليک کړ

توسط - يوناما د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره د مرستې سند لاسليک کړ

يوناما د افغانستان د انتخاباتو له کمېسيونو سره د مرستې د يوې پروژې سند لاسليک کړ. د يوناما له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغې پروژې له مخې به په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د انتخاباتو له کمېسيونو سره قانوني او مالي مرستې په يو چوکاټ کې تنظمېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيالې...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: امريکا د پاکستان د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده

توسط - د امريکا د بهرنيو چارو وزير: امريکا د پاکستان د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده

د امريکا وايي، متحد ايالتونه د پاکستان د سياسي ثبات په اړه اندېښنه لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن د پاکستان له بهرنيو چارو وزير خواجه اصف سره له کتنې وروسته خبريالانو ته وويل، امريکا نه يوازې د پاکستان د سياسي راتلونکې بلکې د دغه هېواد د سياسي ثبات په اړه هم اندېښمنه ده. ټېلرسن دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له دې...

slideshow, كورني خبرونه

ميدان وردکو ولايت کې يو ترهګر نيول شوی

توسط - ميدان وردکو ولايت کې يو ترهګر نيول شوی

چارواکي وايي، په ميدان وردکو ولايت کې د يوه ترهګر بريدکوونکي په نيولو يې د يوه بريد مخنيوی کړی دی. د ميدان وردکو ولايت د امنيې قومندانۍ وياند نقيب اميني کليد ته وويل، د محمد اکمل په نوم يو ماين خښوونکی چې د دې ولايت د جلرېز ولسوالۍ د سيد خېلو د کلي اوسېدونکی او د مولوي نقيب الله او مولوي امين الله ترهګرو...

slideshow, كورني خبرونه

د سام په نوم غونډه نن په کابل کې جوړېږي

توسط - د سام په نوم غونډه نن په کابل کې جوړېږي

د ماليې وزارت وايي، چې د سام په نوم غونډه نن په کابل کې جوړېږي. د دې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ماسپښين د دې غونډې حاشيوي ناسته ترسره شوه. عبدالرحيمزي زياته کړه، په نننۍ غونډه کې به له نړيوالو استازو سره پر هغو کړنو بحث وشي، چې د بروکسل تر کنفرانس وروسته افغان حکومت ترسره کړې دي. د هغه...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

نړیوال بانک د خوست ولايت د بيارغونې په برخه کې مرسته وکړه

توسط - نړیوال بانک د خوست ولايت د بيارغونې په برخه کې مرسته وکړه

د نړیوال بانک له خوا د ښار جوړونې وزارت په چوکاټ کې د ښارونو د پراختیا په موخه د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شل میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې عملي کېږي، چې یوه برخه یې خوست ته هم ورکول کېږي. یاد پروګرام دوه برخې لري، چې لومړنۍ یې UDSP  د شل میلیونه ډالرو په ارزښت او په راتلونکي کې بله یېSIP  ده،...

اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

لغمان کې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۴ ټولګټو پروژو چارې پيل شوې

توسط - لغمان کې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۴ ټولګټو پروژو چارې پيل شوې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د لس میلیونه افغانیو په ارزښت یې د څلورو بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې پیل کړې. د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن یې د مرکز د مهترلام ښار کې د ښاروالۍ په مالي لګښت د څلورو بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې د والي عبدالجبار نعیمي او یو شمېر نورو...

slideshow, كورني خبرونه

د بهسودو پله د جوړوونکي شرکت مشر ونيول شو

توسط - د بهسودو پله د جوړوونکي شرکت مشر ونيول شو

د ننګرهار بهسودو دویم پله کې د شوي فساد په تړاو د جوړېدونکي ساختماني شرکت د رییس په ګډون دوه انجنيران عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شول. د بهسودو دویم پل چې جوړېدل یې د ولسونو هغه غوښتنه وه، چې دوی ورته کلونه انتظار کړی و. خو ددغه پل د لومړنیو چارو له بشپړېدو وروسته د ولسونو په غوښتنه د والي ګلاب منګل...

slideshow, فوټبال, كورني خبرونه

خوست کې د فوټبال پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

توسط - خوست کې د فوټبال پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

په خوست کې د فوټبال هغه لوبې، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې، تېر مازديګر پای ته ورسېدې. په دې سياليو کې د فوټبال ځايي شپږو لوبډلو برخه درلوده او پايلوبې ته يې د پوليسو او نبي افغان لوبډلې وتلې وې. د پوليسو لوبډلې دوه د صفر په وړاندې پايلوبه وګټله او د دغو لوبو اتلوالي يې په خپل نوم کړه. په خوست کې...