توسط sarwan -
په ننګرهار کې یو شمېر سوداګر او هټيوال اندېښمن دي، چې په دې وروستیو کې ورته د ټلېفون له لارې ګواښونه کېږي او له دوی د پیسو غوښتنې شوې دي. دوی وايي، په جلال اباد ښار کې ترې پر ټلېفون د پیسو غوښتنې شوې او که چېرته یې ورنه کړي، نو په دوکان، کور او حتا پر دوی د برید هڅې شوې دي.
په...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د کابينې له يو شمېر غړو سره نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې کندهار ته ورسېد.
د نوموړي د سفر اصلي هدف د نوو امريکايي بلک هاک هليکوپټرونو تسليمي ښودل شوې ده.
ټاکل شوې جمهور رئيس غني لومړی په کندهار کې د افغانستان زراعتي پوهنتون ته لاړ شي او هلته د ولسي خلکو يوې غونډې ته وينا وکړي.
تر...
توسط sarwan -
د اروزګان ولايت يو شمېر زده کوونکي وايي، په خپلو سيمو کې د ناامنۍ له کبله مرکز ترينکوټ ته کډه شوي او زده کړې يې نيمګړې پاتې دي.
دوی زياتوي، په ترينکوټ کې ځينو کډوالو زده کوونکو ته کتابونه نه دي رسېدلي، څوک پرته له دې، چې د حاضرۍ په کتاب کې يې نوم ثبت شي، زده کړې کوي، خو يو شمېر نور بيا...
توسط sarwan -
د ملي اردو چارواکي وایي، د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې د سېلاب یو اتم نمبر عملیات د ۸۶ وسله والو طالبانو په مرګ ژوبلې پای ته ورسېدل.
په ختیځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې...
توسط sarwan -
په کندهار ولايت کې د سېلاب خيريه بنسټ هغې کندهارۍ پېغلې ته د نغدي پيسو ډالۍ ورکړه، چې ټول قرانکريم يې په لاسي خامک ليکلی دی.
دغه پېغله د کندهار ښار د دې خواجه سيمې اوسېدونکې ده، چې په شاوخوا اتو کلونو کې يې قرانکريم په لاسي خامک وليکه.
د سېلاب خيريه بنسټ مشر او د کندهار ولايتي شورا وکيل سيداحمد سېلاب پرون
کليد راډيو ته...
توسط sarwan -
...
توسط sarwan -
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله.
نن د کوربه هېواد بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې سره د پنځمې يو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د...
توسط sarwan -
د ملي يووالي حکومت د سام یا د افغان حكومت او نړيوالو مرسته كوونكو ترمنځ د حساب وركولو او د دوه اړخيزو ژمنو د ارزولو درېيمه غونډه، چې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې جوړه شوې وه، له لاسته راوړنو ډکه بولي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د جمعې په ورځ له رسنیو سره د یادې غونډې د پایلو شریکولو په اړه جوړې...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني د اسيايي پراختيايي بانک مرستيال وينکای ژانک سره د ليدنې په مهال له نوموړي غوښتنه وکړه، چې دغه بانک دې په سيمه کې د ټرانزيټ د پراخوالي په اړه د خبرو رهبري پر غاړه واخلي، ترڅو د سوداګرۍ حجم لوړ او اقتصاد پياوړی شي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه پرون...
توسط sarwan -
ملګري ملتونه وايي، تېر کال په نړۍ کې تر اتو زرو زياتو ماشومانو ته په وسله والو شخړو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې څه باندې ۳۵۰۰ يې د افغانستان دي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې افغانستان هغه هېواد ياد شوی، چې جګړو په کې تر بل هر ځای زيات ماشومان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د شخړو...