توسط sarwan -
د کونړ د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو کې د وسله والو په کمين کې د پنځو وژل شوو پوله ساتو سرتېرو جسدونه تېره ورځ خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
يو شمېر سرچينې وايي، وړمه ورځ په غاښي کنډو کې مېشت سرحدي پوليس د وسله والو له کمين سره مخ شوي، چې په ترڅ کې يې پنځه سرحدي سرتېري وژل شوي او يو بل...
توسط sarwan -
د ننګرهار ښاري محکمې د جزا دېوان یو تن د قتل په قضیه کې په اعدام او شپږو نورو ته له پنځو تر ۱۶ کلونو پورې د بند سزا واورولې.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن په ښاري محکمه کې ددغې ادارې د رییس په مشرۍ او د قضايي پلاوي د...
توسط sarwan -
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پولیسو یې جلال اباد ښار کې څلور تنه د غلا او قتل په تور نیولي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې پولیسو تېره شپه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یو تن د قتل په تور نیولی دی.
مشرقیوال دغه راز وایي، چې د یو لړ نورو ځانګړو عملیاتو...
توسط sarwan -
د افغانستان د اولمپيک کمېټه وايي، افغان باډي بېلډر احمد ياسين سالک قادري په منګوليا کې د بدن جوړونې نړيوال جام سياليو کې لومړی مقام خپل کړ.
د اولمپيک کمېټې مطبوعاتي مسوول منور شاه شهزاد کليد ته وويل، افغان باډي بېلډر احمد ياسين سالک قادري تر دې وړاندې د بدن ښکلا په برخه کې د اسيا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو...
توسط sarwan -
د کندهار امنیه قوماندان وايي، د وسله والو طالبانو مشر مولوی هیبت الله د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته د سفر پرمهال خپلو جنګیالیو ته ویلي، چې نور دې له داعش سره مخالفت نه کوي.
د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق تېره ورځ رسنیو ته وویل، چې له نن څخه یوولس ورځې مخکې د وسله والو طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخندزاده د بهرامچې...
توسط sarwan -
د فراه ولايت په خاک سفېد او پشت رود ولسواليو کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت ۳۰ بابه کشمش خانې جوړېږي.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري کليد ته وويل، چې دغه کشمش خانې به د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د يوې مرستندويه موسسې په مرسته جوړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې...
توسط sarwan -
په اروزګان ولايت کې تېر مازديګر د سولې په نوم د فوټبال لوبې پيل شوې.
د اروزګان د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزوی د دغو سياليو د پيل په مهال وويل، چې هدف يې سولې ته د ځوانانو هڅول دي.
هغه زياته کړه، په دغه ټورنمنټ کې ۱۴ لوبډلې، چې په دوو ګروپونو وېشل شوي، برخه لري.
د اميرزوی په وينا، دا سيالۍ به شاوخوا...
توسط sarwan -
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، په امنيتي ځواکونو کې داسې خلک شته، چې د جګړې ختمولو وړتيا او اراده نه لري او قصداً غواړي دا جګړه دوام وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ د پروان ولايت يو شمېر قومي او جهادي مشرانو سره د ليدنې په مهال وکړې.
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې د...
توسط sarwan -
روغتیا پالان وايي، جګړو، بې وزلۍ او نورو ټولنیزو ستونزو له کبله ډېری خلک په رواني ناروغیو اخته شوي، چې ډېره برخه یې مېرمنې دي.
دوی وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې د رواني ناروغۍ درملنې لپاره د بستر شل خونې لري او درملنه یې په وړیا ډول ترسره کېږي.
ډاکټران وایي، رواني ناروغان د یوازیتوب احساس کوي او نه شي کولای د ژوند اړوند...
توسط sarwan -
امنيتي چارواکي وايي، د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د نږدې يوې اونۍ راهيسې ځمکني او هوايي عمليات دوام لري.
په شمال ختيځ زون کې د پامير د ۲۰ فرقې د ارکان رييس بريد جنرال سيد قربان موسوي وايي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې شاوخوا ۱۷۰ تنه وسله والو...