slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

خوست کې د ۳۸ بابه ښوونځيو لپاره د لمرېزې برېښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

توسط - خوست کې د ۳۸ بابه ښوونځيو لپاره د لمرېزې برېښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

په خوست کې د ۳۸ بابه ښوونځيو لپاره د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. په یا ده پروژه ۹،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د معارف وزارت له خوا ورکړل شوی دی. چارواکي وايي، چې له یادې پروژې څخه به د خوست د پنځو ولسوالیو ګربزو، تڼيو، صبريو، باک او تریزیو ۳۸ ښوونځي ګټه واخلي. د خوست والي حکم خان حبیبی د یادې...

slideshow, كورني خبرونه

کندهار کې ښځو لپاره د امن خونه جوړېږي

توسط - کندهار کې ښځو لپاره د امن خونه جوړېږي

د ښځو چارو وزارت مسوولين وايي، کندهار کې د امن خونې جوړېدو ته اړتیا ډېره ده او دا وزارت پلان لري چې په دې ولایت کې د امن خونه جوړه کړي. د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ چې کندهار ته يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره سفر کړی وايي، په کندهار کې د امن خونې اړتيا شتته او زیاتوي...

slideshow, روغتيايي, رپوټ, كورني خبرونه, ټولنیز

د سره صليب کمېټه افغانستان کې خپل فعاليتونه کموي

توسط - د سره صليب کمېټه افغانستان کې خپل فعاليتونه کموي

د سره صليب نړيواله كمېټه وايي، په افغانستان كې د امنيتي ګواښونو له كبله خپل فعاليتونه كموي. په افغانستان كې د دغه كمېټې مشرې مونيكا زيناريلي د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، په تېرو نهو مياشتو كې د دوى كاركوونكي له درېيو امنيتي پېښو سره مخ شوي، چې لومړۍ يې د تېركال په ډېسمبر كې د هغوى د يوه تن...

بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

امريکا او ترکيې يو بل باندې د ويزو پر صادرولو بنديز ولګاوه

توسط - امريکا او ترکيې يو بل باندې د ويزو پر صادرولو بنديز ولګاوه

په ترکيه کې د امريکا سفارت وايي، په دغه هېواد کې يې متحدو ايالتونو ته له کډوالۍ پرته د ټولو ويزو صادرول بند کړي دي. دا کار په ترکيه کې د امريکا د کونسلګرۍ د يوه کار کوونکي تر نيول کېدو وروسته شوی دی. په انقره کې د امريکا سفارت تېره ورځ وويل، د څو ورځو پېښو دا سفارت اړويست، چې د امريکايي ډيپلوماټانو او...

بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ايران پر امريکايي ځواکونو د بريد خبردارى ورکړ

توسط - ايران پر امريکايي ځواکونو د بريد خبردارى ورکړ

د ايران يوه نظامي چارواکي په منځني ختيځ کې پر امريکايي ځواکونو د بريد خبردارى ورکړ. د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري وويل، که واشنګټن پر تهران تازه بنديزونه ولګوي، په منځني ختيځ کې به د امريکا نظامي ځواکونه د ايران د توغندويي بريد له خطر سره مخ شي. د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د يکشنبې په ورځ...

slideshow, اقتصاد, كورني خبرونه

هلمند کې سلګونو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

توسط - هلمند کې سلګونو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د هلمند په وروستيو جګړو کې د بولان، فصل باباجي او عينک سيمو زيانمنو شوو ۱۳۰۰ کورنيو سره نن د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه. د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، د مرستې د لړۍ پرانيسته د مرستيال والي بسم الله روحاني او د ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل له لوري وشوه، چې په هر پړاو کې به ۲۰۰ کورنيو...

كورني خبرونه

فراه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

توسط - فراه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

په فراه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري کليد ته وويل، چې دا نښته نن سهار د فراه ښار اړونده سيمه کې شوې ده. هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه شاوخوا يو ساعت له وسله والو طالبانو سره پر جګړې بوخت وو، چې په پايله...

slideshow, كورني خبرونه

هلمنديان د برېښنا له لوړې بيې شکايت کوي

توسط - هلمنديان د برېښنا له لوړې بيې شکايت کوي

د هلمند د لښکرګاه ښار اوسېدونکي په دې ولايت کې د برېښنا له لوړې بيې څخه شکايت کوي. د لښکرګاه ښار يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې له يوې خوا د دوی په سيمو کې جګړې او ناامنۍ زور اخيستی او له بلې خوا د برېښنا بيه لوړه شوې، چې دوی يې د بېل د پرېکولو توان نه لري. دغه...

Uncategorized

اچين کې څلور داعشيان وژل شوي

توسط - اچين کې څلور داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي بريدونو په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژلي دي. په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په مامند دره کې د حمزه په نوم د کومانډو ځواکونو روانو عملياتو کې د هوايي...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

د بغلان – باميان سړک د جوړېدو او سالنګ لويې لارې د اساسي ترميم تړون لاسليک شو

توسط - د بغلان – باميان سړک د جوړېدو او سالنګ لويې لارې د اساسي ترميم تړون لاسليک شو

د ټولګټو چارو وزارت او کېنګداو چينايي ساختماني شرکت ترمنځ د ټرانس هندوکش اتصال پروژې تړون لاسليک شو. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په هغو مراسمو کې، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په ګډون په همدې مناسبت تېره ورځ په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډې په پای کې ترسره شول، د ټولګټو چارو وزارت سرپرست يما ياري او د...