توسط sarwan -
د سوماليا پايتخت موګاديشو کې وړمه ورځ د لارۍ په وسيله ترسره شوي بمي بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر لږ تر لږه ٢٧٦ او د ټپيانو شاوخوا ٣٠٠ ته رسېدلى دى.
چارواکو ويلي، چې د وژل شوو کسانو شمېر ښايي تر دې زيات شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترس او د نړۍ يو شمېر نورو رهبرانو دا پېښه وغندله.
ګوترس پرون د ټوېټر...
توسط sarwan -
د هېواد د خپلواکۍ ورځې په وياړ د جمهور رئيس د فرمان پر بسټ د ننګرهار له مرکزي زندانه ۶۰ بنديان ازاد شول.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپلواکۍ ورځې په وياړ يو سلو لس ګڼه فرمان صادر کړ، چې له مخې يې د دغه ولايت...
توسط sarwan -
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د عمان په څلور اړخيزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو خبرې وشي او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د اړيکو ښه کېدل د افغان حکومت اړتيا وبلله.
نوموړي، چې پرون يې په لغمان کې مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، کابل ته د پاکستان د لوى درستيز وروستی سفر هم د اړيکو د ښه والي هڅه...
توسط sarwan -
د ننګرهار ولايت د دور بابا ولسوالۍ په ګوړکو، چورلالا، تودې چينې او نعمت کليو کې تېره ورځ د کليو د پراختيا او بيارغونې اداري له لوري د څه باندې ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسونې د شپږو پروژو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې .
په دې مراسمو کې د ننګرهار پر والي سربېره امنيې قوماندان، د...
توسط sarwan -
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د مدني ټولنې د يو شمېر فعالانو په حضور کې تېره ورځ د هېواد د پوهنې کيفيت د ښه والي او لوړولو په هدف غونډه وشوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې، چې په ارګ وشوه، د مدني ټولنې غړو په هېواد کې د پوهنې وضعيت په اړه خبرې وکړې او د...
توسط sarwan -
دا چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ ولسوالۍ لاس په لاس کېږي، په افغانستان کې د خلکو د بې ځایه کېدنې ستونزه هم ورسره لويه شوې ده.
په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د بې ځایه کېدنې ستونزه په يوه لوی بحران اوښتې. همدا اوس اوس...
توسط sarwan -
د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د (بدر) په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل شول.
پکتيا کې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد عمليات به تر هغه په دې ولسوالۍ کې دوام کوي، تر هغه چې د دې ولسوالۍ اړوندې سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شي.
سرچينه زياتوي، په دغو عملياتو کې د۲۰۳ تندر قول اردو...
توسط sarwan -
د هرات امنيتي چارواکي وايي، نامعلو وسله والو د ياد ولايت په چشت شری فولسوالۍ کې د يوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژلي دي.
د هرات د امينې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال شوې، چې نامعلوم وسله وال کسان د يوه اوسېدونکي سيدحيلم کور ته ورغلي وو.
هغه وايي، په دغه پېښه کې نامعلومو وسله...
توسط sarwan -
امنيتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې یوه کس خپله ۲۵ کلنه ښځه وژلې ده.
د غور د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي کلید ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولایت د خواجه غار په سیمه کې شوې.
نظامي وایي، قاتل علي محمد نومېږي او د خپلې ښځې له وژلو وروسته هغې سیمې ته تښتېدلی، چېرته چې وسله وال طالبان حاکميت...
توسط sarwan -
هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولايت د رسنيو مرکز څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې افغان ګډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتيا د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او کجکي ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي، چې له مخې يې ۲۵ وسله وال...