slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

کوېټه کې چاودنې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - کوېټه کې چاودنې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د بلوچستان مرکز کوېټه ښار کې بمي چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پاکستاني رسنۍ وايي، ياده چاودنه نن سهار شاوخوا اتې بجې او دېرش دقيقې شوې، چې په کې د پنځو پوليسو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او دوه ويشت تنه نور ټپيان دي. رپوټونه وايي،  دا چاودنه  هغه مهال شوې، چې نوي سرياب سيمه کې يو لوی موټر...

slideshow, كورني خبرونه

د نادعلي بې ځايه شوي بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي

توسط - د نادعلي بې ځايه شوي بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي چې د جګړو پر مهال له خپلو سيمو بې ځايه شوي وو، بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. د نادعلي يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، دوی د جګړې پرمهال يوازې ماشومان او ښځې ايستلې وې او نور يې کورونه ډک پاتې شوي وو، خو اوس يې په کورونو کې هېڅ هم نه دي پاتې. دغه اوسېدونکي...

slideshow, كورني خبرونه

افغانستان کې وروستي ترسره شوي بريدونه په ملي او نړيواله کچه وغندل شول

توسط - افغانستان کې وروستي ترسره شوي بريدونه په ملي او نړيواله کچه وغندل شول

سعودي عربستان د پکتيا مرکز ګردېز او د غزني اندړو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو وروستي تروريستي بريدونه، چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په سختو ټکو وغندل. د سعودي عربستان حکومت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغو خونړيو بريدونو او د لسګونو بې ګناه افغانانو د وژل کېدو په خاطر له افغان حکومت او ولس سره...

slideshow, كورني خبرونه

کابل ښار کې د لاسي بمونو د غورځېدو له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - کابل ښار کې د لاسي بمونو د غورځېدو له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ښار کې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د لاسي بمونو د غورځولو په پايله کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د امنيې قومندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، چې دغه چاودنه د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې سپين زر هوټل ته نږدې شوې ده. مجاهد زياته کړه، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او دوه...

slideshow, رپوټ, ټولنیز

د کابل ښار په يوولسمه حوزه کې جنايي جرمونو کابليان اندېښمن کړي

توسط - د کابل ښار په يوولسمه حوزه کې جنايي جرمونو کابليان اندېښمن کړي

د كابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اوسېدونكي شكايت كوي، چې د يادې حوزې اړوندو سيمو كې د جنايي جرمونو كچه لوړه شوې ده. د يوولسمې حوزې اوسېدونكي زياتوي، په ياده سيمه كې په رڼا ورځ سړي تښتونه، وسله والې غلاوې او نور جرمونه ترسره كېږي. حاجي محمدعارف هغه صراف دى، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د خيرخانې په سيمه كې يې...

slideshow, كورني خبرونه

د غزني پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد کې درې پوليس وژل شوي

توسط - د غزني پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد کې درې پوليس وژل شوي

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه تر موټر بم چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، چې دغې جګړې نن له غرمې مخکې تر يوولسو بجو دوام درلود. د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې د جګړې په مهال درې پوليس وژل شوي او...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

توسط - ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته دوام لري. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، تراوسه په دې نښته کې شپږ داعشيان او درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې طالبان ټپيان دي. نوموړي زياته کړه، داعش وسله والو څلور ملکي وګړي...

slideshow, كورني خبرونه

د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ بريد کې لا تر اوسه۱۱۰ مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي

توسط - د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ بريد کې لا تر اوسه۱۱۰ مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي

د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کې تراوسه روغتون ته د پېښې له ځايه ۱۱۰ مړي او ټپيان وړل شوي دي. د پکتيا ملکي روغتون مسوولين وايي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک دی. د بريد له ځای سره پکتيا پوهنتون هم نږدې دی او د دې پوهنتون مشر سيدولي جلالزي ويلي، چې په دې بريد کې شاوخوا ۱۵ محصلينې ټپيانې شوې دي. په...

Uncategorized

يو شمېر امنيتي منسوبينو ته دولتي مډالونو ورکړل شول

توسط - يو شمېر امنيتي منسوبينو ته دولتي مډالونو ورکړل شول

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د غونډې په پيل کې جمهور رئيس غني د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه، چې په تېرو اوو مياشتو کې يې د پام وړ او ګټور فعاليتونه لرل او دښمن ته يې درانه زيانونه اړولي،...

slideshow, كورني خبرونه

د فراه شيب کوه ولسوالۍ سقوط وکړ

توسط - د فراه شيب کوه ولسوالۍ سقوط وکړ

د فراه ولايت شيب کوه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړی. د فراه د ولايتي شورا رئيسه جميله اميني وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه له درېيو لورو پر شيب کوه ولسوالۍ بريدونه پيل کړل او نن سهار شاوخوا درې بجې يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته. هغې کليد ته وويل، په نښته کې څلور پوليس وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان...