توسط sarwan -
د غزني د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال وايي، په دې ولسوالۍ کې حالت خراب دى او په جګړه کې دى هم ټپي شوى.
د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې جګړې بيا زور اخيستی.
که څه هم د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، اندړو ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او جګړه په دې خاطر اوږده شوې، چې وسله وال طالبان...
توسط sarwan -
ارګ وايي، د اجراييه رييس په مشرۍ د پکتيا ولايت د وروستي تروريستي بريد څېړونکي پلاوي خپل راپور جمهور رييس ته وړاندې کړ.
له جمهوري رياسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جمهور رييس غني يو ځل بيا د پکتيا والي او د دغه ولايت ولسونو ته د تروريستي بريد له کبله د تسليت او غمشريکۍ ترڅنګ د ملي دفاع، کورنيو چارو،...
توسط sarwan -
سيمه ييز چارواکي وايي، د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر د يادې ولسوالۍ سملان کلي کې هغه مهال شوې، چې يو سراچه ډوله موټر په خښ کړل شوي ماين وربرابر شو.
د فرهاد په وينا، په دغه چاودنه...
توسط sarwan -
جمهور رييس غني هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
له ارګه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جمهور رييس غني يادې څرګندونې پرون مازديګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کې وکړې.
خبرپاڼه زياتوي، په جوړې شوې غونډه کې د غوره مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو په...
توسط sarwan -
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو په مرکز تېره شپه شاوخوا دوه بجې او پنځوس دقيقې د وسله والو طالبانو له لوري په ډله ييز بريد کې د ملي اردو ۵۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د ملي فاع وزارت وياند دولت وزيري کليد راډيو ته وويل، چې په دې بريډ کې...
توسط sarwan -
د ملي يووالي حکومت چارواکو د هغه فلم ستاينه وکړه، چې په کې د افغانو کډوالو ژوند انځور شوی و.
ياد فلم چې (اشکهای بې صدا) يې نوم دی، د کډوالو ژوند په کې په تصويري بڼه ښودل شوی، د عباس محمدي او د وحدت فلم جوړونې په همکارۍ تېره ورځ کابل کې نندارې ته وړاندې شو.
په دې فلم کې د کډوالو هغه ژوند...
توسط sarwan -
د ملګرو ملتونو امنيت شورا وايي، افغانستان کې وروستي بريدونه د غندلو دي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
له ياد سازمانه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې څو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو لخوا تر سره شوي بريدونه ستر بشري جنايتونه دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا زياته کړې، چې د پکتيا د وروستۍ...
توسط sarwan -
لغمان ولايت کې اوسمهال نږدې نيمايي ښوونځي ودانۍ او نور اړين توکي نه لري.
د دې ولايت د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي له والي عبدالجبار نعيمي سره په ليدنه کې وويل، چې په دغه ولايت کې له فعالو ٢٩٨ ښوونځيو څخه يې ٤٣ سلنه ودانۍ، ٥٠ سلنه يې د څښاک پاکې اوبه، ٤٨ سلنه يې تشنابونه او ٦٧ سلنه يې احاطوي دېوالونه نه...
توسط sarwan -
لوګر ولايت کې د څه باندې ۱۴ ميليونو افغانيو په ارزښت د دوه روغتيايي مرکزونو د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د لوګر ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد روغتيايي مرکزونه د مرکز د مهاجرينو د ښارګوټي او د پياروخېلو په سيمه کې رغول کېږی.
خبرپاڼې د لوګر ولايت د عامې روغتيا د رييس رسول ګل سمر له...
توسط sarwan -
د کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې امنيتي ځواکونو يو تن، چې غوښتل يې ترهګر بريد ترسره کړي نيولی دی.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، يو تن چې په بايسکل کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، غوښتل يې د کابل چهاراسياب ولسوالۍ کې چاودنه ورکړي.
خبرپاڼه زياتوي، ترهګر غوښتل يو ځل بيا په چهاراسياب ولسوالۍ کې ملکي...