slideshow, كورني خبرونه

د نادعلي اوسېدونکي د بازار د بيا رغولو، د ښوونځي او کلينيک د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي

توسط - د نادعلي اوسېدونکي د بازار د بيا رغولو، د ښوونځي او کلينيک د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي

هلمند ولايت کې د نادعلي اوسېدونکي دولسوالۍ د بازار د بېرته جوړولو، د ښوونځي او کلينيک د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي. د ناد علي يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ بازار د جګړو له کبله له منځه تللی، ښوونځی يې ويجاړ شوی او کلينيک يې جګړو کې تړل شوی. دوی وايي، د دې ولسوالۍ د بازار ټول دوکانونه جګړو وران کړل،...

slideshow, كورني خبرونه

د کابل او غور ولايتونو پېښې په ملي او نړيواله کچه وغندل شوې

توسط - د کابل او غور ولايتونو پېښې په ملي او نړيواله کچه وغندل شوې

په کابل او غور ولايتونو کې پر جوماتونو پروني ځانمرګي بريدونه په ملي او نړيواله کچه وغندل شول. تېر ماښام د کابل ښار د دشت برچي په امام زمان جومات کې د لمانځه په مهال ځانمرګي بريد ۳۹ تنه ووژل او ۴۵ نور يې ټپيان کړل. تر دې مخکې د غور د دولينه ولسوالۍ په يوه جومات کې د ځانمرګي بريد له کبله ۳۰ تنه...

slideshow, كورني خبرونه

پر کابل ښار توغندويي بريد مرګ ژوبله نه درلوده

توسط - پر کابل ښار توغندويي بريد مرګ ژوبله نه درلوده

د کابل امنيه قومانداني وايي، چې پر دې ښار نن سهار شوي توغندويي بريد مرګ ژوبله نه ده اړولې. د کابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا شپږ بجې له يوه نامعلوم ځای څخه پر وزير محمد اکبر خان يا شش درک سيمې يو توغندی توغول شوی، چې ځاني زيان نه لري. د دغه توغندي د توغولو مسووليت تر دې...

slideshow, كورني خبرونه

اچين کې هوايي بريدونو۱۰ داعشيان وژلي

توسط - اچين کې هوايي بريدونو۱۰ داعشيان وژلي

اچین ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوه قومندان په ګډون لس داعش وسله وال وژل شوي دي. په ختیځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه یې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د هوایي بریدونو له امله د یوه قومندان په...

slideshow, كركټ

افغانستان د کرکټ د څلور ورځنۍ لوبې لومړۍ ورځ په خپله ګټه تمامه کړه

توسط - افغانستان د کرکټ د څلور ورځنۍ لوبې لومړۍ ورځ په خپله ګټه تمامه کړه

د انټرکانټيننټل کپ څلور ورځنيو سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله شپږمه لوبه د هانګ کانګ په وړاندې پيل او لومړۍ ورځ يې په خپله ګټه تمامه کړه. د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه، چې د هانګ کانګ په مونګ هونک لوبغالي کې ترسره کېږي، کوربه هېواد وګټله او لومړى يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د افغان توپ اچوونکو او په...

اقتصاد, بيارغونه

جمهور رئيس غني: د منظم ښاري پلان نشتوالي د کابل ښاریانو شتمنۍ له ګواښ سره مخ كړي

توسط - جمهور رئيس غني: د منظم ښاري پلان نشتوالي د کابل ښاریانو شتمنۍ له ګواښ سره مخ كړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په كابل ښار كې د منظم ښاري پلان نه شتون د دغه ښار د خلكو شتمنۍ له ګواښ سره مخ كړي او په راتلونكې كې بايد دغه ستونزه حل شي. نوموړي دا څرګندونې نن د ورېښمو لارې د ښاروالانو په دولسمه ناسته كې وكړې. هغه زياته كړه، چې اوسمهال ۷۵ فيصده د كابل ښار غير پلاني دى او په...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

توسط - ننګرهار کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسولۍ په وزيرو تنګي سيمه کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا نښتې نږدې يوه اونۍ وړاندې پيل شوي، چې تر دې مهاله په کې ۱۲ داعشيان او ۱۴ طالبان وژل شوي، اته داعشيان او پنځه طالبان ټپيان دي. د سرچينې په وينا، د نښتو په مهال اته...

slideshow, كورني خبرونه

تګاب کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - تګاب کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې تېر مازديګر د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې پېښه د تګاب بازار ته نږدې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، چې د جګړې په مهال يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او...

slideshow, كورني خبرونه

پکتيا ته د کور او ښار جوړونې وزارت مسلکي ټيم تللی

توسط - پکتيا ته د کور او ښار جوړونې وزارت مسلکي ټيم تللی

د کور او ښار جوړونې وزير، چې د جمهور رئيس د لارښوونې له مخې پکتيا ته تللی و، تېره ورځ ناوخته د دې ولايت له والي او د ولايتي شورا له رئيس سره په خبري کنفرانس کې برخه واخيسته. سيد سعادت منصور نادري وايي، د کور او ښار جوړونې وزارت څخه پکتيا ته تللی مسلکي ټيم به د سې شنبې ورځې بريد له کبله...

slideshow, كورني خبرونه

لوګر کې سلګونو ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکړل شوې

توسط - لوګر کې سلګونو ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکړل شوې

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ ۹۸۳ ښوونکواو د پوهنې کار کوونکو ته پرون د کورونو جوړولو لپاره د يوې يوې استوګنې نومرې اسناد ووېشل شول. د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاه پور عرب وايي، ياده ولسوالي د پوهنې په تشکيل کې ۱۰۱۵ ښوونکي او د پوهنې نور کار کوونکي لري، چې ۱۳۶ تنه يې ښځينه دي. عرب زياتوي، د ياد شمېر کسانو له...