توسط sarwan -
چارواکي وايي، د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
د غزني ولايت د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، چې ياد هوايي او ځمکني عمليات تېره شپه د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په سردارکلا، مراوي او مرادي کليو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې د...
توسط sarwan -
د تخار د اشکمش ولسوالۍ په قينار بازار کې ماين چاودنې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې په يو هوټل کې د ځای پر ځای شوي ماين له کبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې دوه ملکي...
توسط sarwan -
نامعلومو وسله والو د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په بوره غن سيمه کې درې ديني عالمان وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.
د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي، مولوي مجيب، ملا سيف الله، ملا غلام او ملا محب الله تېره شپه د ملا عبدالقيوم په کور کې مېلمانه وو، چې له دې ډلې ملا محب ټپي شوى او پاتې درې...
توسط sarwan -
د کابل پوليس وايي، د انسان تښوونکو له منګولو يې يو ۱۳ کلن ماشوم ژغورلی او د تښتونې په تور يې اته تنه نيولي دي.
له ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد ماشوم تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې وژغورل او کورنۍ ته يې وسپارل شو.
د سرچينې په وينا، د محمد عيسی په نوم...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ کې د يو شمېر بار وړونکو موټرو خاوندانو او د ټرانسپورټ استازو سره په کتنه کې د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ختيځ لين د موټر لرونکو رئيس عبدالرحمن او رئيس خان د نورو په استازيتوب د خبرو په مهال د بار وړونکو موټرو د...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار شاوخوا اته بجې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيا کې د وروستۍ خونړۍ پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د غمشريکۍ په هدف دغه ولايت ته ورسېد.
په پکتيا کې د کليد خبريال فضل الله بهاند وايي، جمهور رئيس غني ته په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د غونډې لپاره چمتووالی نيول شوی.
د هېواد د...
توسط sarwan -
کندوزيان وايي، په دې ولايت کې د سره صليب کمېټې د دفتر تړل کېدل د کندوزيانو په حق کې ستره جفا ده او دولت بايد د بهرنيو خيريه بنسټونو د امنيت په ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د کندوز ولايت مدني فعال رفيع الله هدايت کليد ته وويل، د سره صليب د بشري مرستو خيريه بنسټ دی چې تل يې عامو خلکو ته...
توسط sarwan -
د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په تېرو دوه اونیو کې یې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۱۱۷ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار امنیې قومندان دا خبرې د خپلو دوه اونیو د لاسته راوړنو په خبري کنفرانس کې وکړې.
د ننګرهار امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، چې په تېرو دوه اونیو کې یې د ۴۲ ځانګړو...
توسط sarwan -
په خوست کې د لسګونو لوبډلو ترمنځ د واليبال مياشت وړاندې پيل شوې سيالۍ د جمعې په ورځ د وحيد لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د سولې په نوم دغه لوبې د مرکز په لنډي کلي کې د ځوانانو لخوا جوړې شوې وې، چې تر دېرشو پورې لوبډلو په کې برخه درلوده.
د ځايي واليبال فدراسيون مرستيال نور احمد کليد ته وويل، پايلوبه د...
توسط sarwan -
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس امام محمد وريماچ له دندې کوښه شو.
ويل کېږي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دا چارواکی د جمهور رييس غني له لوري په کمېسيون کې د اصلاحاتو په نه راوستو او کمزوري مدیریت له امله د يوه فرمان پر بنسټ له دندې لرې شوی دی.
تر اوسه پورې وريماچ او ارګ په رسمي توګه په دې اړه...