slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني هند ته ورسېد

توسط - جمهور رئيس غني هند ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په يو ورځني رسمي سفر د هند پايتخت نوي ډيلي ته ورسېد او په هوايي ډګر کې يې د هند د دفاع وزير او ځينو نورو چارواکو، د افغانستان د سفير او هلته يو شمېر مېشتو افغان ډيپلوماټانو لخوا هرکلی وشو. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده...

slideshow, كورني خبرونه

ټېلرسن له جمهور رئيس غني سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

توسط - ټېلرسن له جمهور رئيس غني سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن په بګرام کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال په افغانستان کې سولې، ټيکاو او اوږدمهالې سوکالۍ ته د رسېدو لپاره د متحدو ايالتونو - افغانستان پر ژمنې ټينګار وکړ. ټېلرسن پرون  افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی و او دلته يې له افغان چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. په...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

کامه کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پیل شوې

توسط - کامه کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پیل شوې

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د کرنې سیسټم د اوبو توازن په موخه د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پیل شوې، چې پر مټ به یې بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې شي. د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، چې یاد سربندونه به د کامې ولسوالۍ بزګرو لپاره د جاچان هېواد له لوري د پي ام اس موسسې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت په...

slideshow, كورني خبرونه

په سلما بند د سلګونو وسله والو طالبانو احتمالي بريد

توسط - په سلما بند د سلګونو وسله والو طالبانو احتمالي بريد

د هرات د چشت شريف ولسوالۍ چارواکو د سلما بند د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې سلګونه وسله وال طالبان راټول شوي دي. د يادې ولسوالۍ ولسوال فرهاد خادمي کليد ته وويل، چې له غور او بادغيس ولايتونو څخه لږ تر لږه ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې وسله وال طالبان د چشت شريف ولسوالۍ دره تخت کې راټول...

slideshow, كورني خبرونه

د پکتيا پوهنتون د پاکولو حشر ترسره شو

توسط - د پکتيا پوهنتون د پاکولو حشر ترسره شو

د پکتيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ادارې او محصلينو په ګډه د پوهنتون پاکولو حشر وکړ. په دې حشر کې، چې د ياد پوهنځي رئيس، استادانو، د پوهنتون عمومي استازي او محصلينو په کې ګډون کړی و، ټول پوهنتون پاک کړای شو. د پکتيا ولايتي چارواکو د محصلينو د دغه کار ستاينه وکړه او له ټولو ښاريانو يې وغوښتل، چې د خپل...

slideshow, كورني خبرونه

ورزشکارانو د افغان سولې لپاره پر رښتينو هلو ځلو ټينګار وکړ

توسط - ورزشکارانو د افغان سولې لپاره پر رښتينو هلو ځلو ټينګار وکړ

د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسيز کمپاين په ترڅ کې د لغمان زر تنو ورزشکارانو هغه لويه ټوټه، چې (ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي) متن پرې ليکل شوی و، له لاسليکولو وروسته والي عبدالجبار نعيمي ته وسپارله او غوښتنه يې ترې وکړه، چې د دوی دغه پيغام دې په کابل...

slideshow, كورني خبرونه

د هلمند په ګرمسېر کې افغان ګډو امنيتي ځواکونو تصفيوي عمليات پيل کړي

توسط - د هلمند په ګرمسېر کې افغان ګډو امنيتي ځواکونو تصفيوي عمليات پيل کړي

هلمند ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د امنيې قومندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ياد عمليات د ګرمسېر ولسوالۍ خارې سيمه کې پيل شوي، چې په ترڅ کې يې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او۵ تنه نور ټپيان دي. خبرپاڼه زياتوي،...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مديريت د لارې نقشه وارزوله

توسط - جمهور رئيس غني د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مديريت د لارې نقشه وارزوله

د کانونو او پټروليم وزارت رهبرۍ تېر مازديګر په ارګ کې د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مديريت د لارې نقشه له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره شريکه کړه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې هدف جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پټروليم وزارت رهبرۍ د هېواد د کانونو د مديريت په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده...

slideshow, كورني خبرونه

هرات کې د وسله والو طالبانو خپلمنځني نښتو کې ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هرات کې د وسله والو طالبانو خپلمنځني نښتو کې ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سيمه ييز چارواکي وايي، د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د خپل منځني نښتو په پايله کې لږ تر لږه ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده نښته تېره شپه د شينډنډ په خيفان سيمه کې د ملا ننګيالي، چې د ملا رسول...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې هوايي بريدونو ۴۰ داعشيان وژلي

توسط - ننګرهار کې هوايي بريدونو ۴۰ داعشيان وژلي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله د ځانمرګو برید ګرو د دوو روزونکو په ګډون څلوېښت داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه ناوخته د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو د جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې د داعش...