Uncategorized

ننګرهار کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ بيا جګړه پيل شوې

توسط - ننګرهار کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ بيا جګړه پيل شوې

د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو نن سهار يو ځل بيا جګړه پيل کړې ده. د خوګياڼو ولسوال مبارز خادم وايي، چې دغه نښته نن سهار شاوخوا پنځه بجې پيل شوې ده. نوموړي د جګړې له کبله وسله والو ډلو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې جګړه لا هم روانه ده. د خوګياڼو ولسوال...

slideshow, كورني خبرونه

د هېواد لوېديځ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي ووژل شو

توسط - د هېواد لوېديځ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي ووژل شو

د هرات سیمه ییز چارواکي لوېديځ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد کليد ته وويل، تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو له لوري د هرات د اوبې ولسوالۍ په چناران کلي عملیات ترسره شوي، چې په پايله کې يې لوېديځ لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو د مولوي...

slideshow, كورني خبرونه

کاپيساوالو دې ولايت کې د ناراجسټر شوو مدرسو او ښوونځيو د تړلو غوښتنه کړې

توسط - کاپيساوالو دې ولايت کې د ناراجسټر شوو مدرسو او ښوونځيو د تړلو غوښتنه کړې

د کاپیسا ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولايت په ناامنو سیمو کې یو شمېر دیني مدرسې جوړې شوې دي، چې د پوهنې له ریاست سره ثبت نه دي او د دې مدرسو د زده کړو نصاب هم د پوهنې وزارت له معیارونو سره برابر نه دی. د دوی په وینا، ډېری مهال له یادو مدرسو څخه د حکومت وسله وال مخالفین او...

slideshow, كورني خبرونه

امريکا د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره د پاکستان پر فوري اقدام ټينګار وکړ

توسط - امريکا د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره د پاکستان پر فوري اقدام ټينګار وکړ

امريکا د جمعې په ورځ ټينګار وکړ، چې پاکستان بايد په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو په ضد او د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره فوري اقدام وکړي او په دې برخه کې دې خپل ښه نيت څرګند کړي. د متحدو ايالتونو د جنوبي اسيا د چارو ډيپلوماټه اليس ويلز، چې اسيايي هېوادونو ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير...

slideshow, رپوټ, سياسي

((طالبان کمزوري شوي او هیله مندي شته چې د سولې خبرې پیل شي))

توسط - ((طالبان کمزوري شوي او هیله مندي شته چې د سولې خبرې پیل شي))

که څه هم افغانستان لپاره د امريکا په نوې تګلاره کې طالبانو سره په جګړې ټينګار شوى، خو د سولې عالي شورا بیا د خپلې نوې کړنلارې له مخې طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکوي. د يادې شورا مشر محمد کريم خليلي وايي، چې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره به د خپلو هڅو د ګړندي کولو تر څنګ ددې ادارې...

slideshow, رپوټ, ټولنیز

حوا علم نورستانۍ: اطلاعاتو ته د لاسرسي كميسيون خپلواک نه دی

توسط - حوا علم نورستانۍ: اطلاعاتو ته د لاسرسي كميسيون خپلواک نه دی

اطلاعاتو ته د لاسرسي د كمېسيون مسوولين وايي، له دې كبله اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې پرتې ستونزې په خلاص لاس نه شي حل كولى، چې دغه كمېسيون خپلواك نه دى. د نوموړي كمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ د چارشنبې په ورځ په هغه غونډه كې چې معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د يونسكو په مرسته جوړه شوې وه وويل، دوى اوس...

slideshow, كورني خبرونه

هلمند کې ټرافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

توسط - هلمند کې ټرافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند ولايت کې ټرافيکې پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، نن شاوخوا لس نیمې بجې د دې ولایت د موسی کلا او ګرشک ولسواليو ترمنځ دوه موټرو سره ټګر کړی دی، چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن وژل شوې او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړی زياتوي، یاد ټپیان د هلمند...

slideshow, كورني خبرونه

هرات کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو بريد په شا تمبول شوی

توسط - هرات کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو بريد په شا تمبول شوی

سيمه ييز چارواکي وايي، تېره شپه د هرات د کشک کهنې ولسوالۍ په درزک سيمه کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی. د ۲۰۷ ظفر ویاند نجیب الله نجیبي کليد ته وويل، چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې لا تر اوسه نه ده...

slideshow, كورني خبرونه

د چهار اسياب لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

توسط - د چهار اسياب لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

د لوګر ولايت په څرخ او محمد اغې ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو د صفر يو قطعې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دولت ۱۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي، چې ۱۰ وسله وال مخالفين د څرخ ولسوالۍ په پتنګ او کلای نو سيمو کې وژل شوي او پنځه تنه نور...

slideshow, كورني خبرونه

کاپيسا کې د غلو يوه شپږ کسيزه ډله نيول شوې

توسط - کاپيسا کې د غلو يوه شپږ کسيزه ډله نيول شوې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې يې د غلو يوه شپږ کسيزه ډله نېولې ده، چې په لويو جرمونو کې يې لاس درلود. د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، نيولې شوې ډله غله د کاپيسا اوسېدونکي دي، چې يو شمېر په وژنو هم تورن دي. د نوموړي په وينا، دوی د موټرو، پيسو او...