slideshow, كورني خبرونه

کندوز کې وسله والو طالبانو ۱۳ تنه پوليس وژلي

توسط - کندوز کې وسله والو طالبانو ۱۳ تنه پوليس وژلي

امنيتي چارواکي وايي، د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر یوې امنیتي پوستې وسله وال برید کړی. د دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري کلید ته وویل، چې ياد بريد تېره شپه شاوخوا درې بجې د دوکان ادم خان په سیمه کې د ملي پولیسو پر یوې امنیتي پوستې شوی، چې په ترڅ کې يې د...

slideshow, رپوټ, ټولنیز

پروان کې د جان احمد خان ټوپکوالو امنيتي کمربندونه جوړ کړي

توسط - پروان کې د جان احمد خان ټوپکوالو امنيتي کمربندونه جوړ کړي

د پروان ولايت يو شمېر اوسېدونکي د قوماندان جان احمد خان د غيرقانوني ټوپکوالو له لوري د امنيتي کمربندونو د جوړېدو په اړه شکايت کوي او وايي، يادو وسله والو د دې ولايت اوسېدونکو ته ستونزې جوړې کړې دي. ياد اوسېدونکي وايي، غير مسوولو وسله والو په ناقانونه توګه امنيتي کمربندونه جوړ کړي دي او خلک زوروي. د پروان يوه تن اوسېدونکي په دې اړه...

slideshow, كورني خبرونه

امنیې قومندان: هلمند کې پیل شوي عملیات بریالي دي

توسط - امنیې قومندان: هلمند کې پیل شوي عملیات بریالي دي

امنيتي چارواکي وايي، د هلمند په مرکز درېيمه حوزه، نادعلي او ناوې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات په برياليتوب سره روان دي. د هلمند امنیې قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د تېرو څو اونيو په پيل شويو عملياتو کې يې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو سربېره ډېرې سيمې هم د...

كركټ, كورني خبرونه

کندهار کې د کرکټ د لومړۍ درجې ۵۰ اوريزې سيالۍ پيل شوې

توسط - کندهار کې د کرکټ د لومړۍ درجې ۵۰ اوريزې سيالۍ پيل شوې

په کندهار ولايت کې نن سهار د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ په نوم د کرکټ د لومړۍ درجې ۵۰ اوريزې سيالۍ پيل شوې. د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دا سيالۍ هر کال په کندهار ولايت کې د مختلفو سيمو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې رسمي چارې يې د کرکټ بُست زون پرمخ وړي. د خبرپاڼې له مخې، په...

slideshow, كورني خبرونه

بالابلوک کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - بالابلوک کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک سيمې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی. د فراه ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پيل شوه، چې تر دوو بجو يې دوام درلود. سرچينه وايي، په دې نښته...

slideshow, كورني خبرونه

کاپیسا کې سږ کال د مېرمنو ډېرې حقوقي ستونزې حل شوي

توسط - کاپیسا کې سږ کال د مېرمنو ډېرې حقوقي ستونزې حل شوي

د کاپیسا د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دوی د مېرمنو ډېری حقوقي ستونزې حل کړې دي، چې له عدلي او قضايي ادارو سره یې اړیکه درلوده. د کاپیسا د ښځو چارو رياست رییسه شایستې ساپۍ کلید ته وویل، سږ کال د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف ټيټ شوی، خو په ناامنو سیمو کې اوسمهال هم...

slideshow, كورني خبرونه

هرات کې دوه تنه پر پوليسو د ډزو په تور نيول شوي

توسط - هرات کې دوه تنه پر پوليسو د ډزو په تور نيول شوي

د هرات ولایت امنیتي چارواکي د دوو بریدګرو کسانو د نیولو خبر ورکوي. د دې ولایت د امنيې قومندانۍ د امنیت امر امین الله امین کليد ته وويل، دغه کسان تېره ورځ وروسته له هغه ونیول شول، چې د سپینې اډې په سیمه کې يې په پولیسو ډزې وکړې. د امین په خبره، يادو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او...

كورني خبرونه

د هلمند په مارجې او لښکرګاه کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

توسط - د هلمند په مارجې او لښکرګاه کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند په مارجې ولسوالۍ او د لښکرګاه ښار په اړوند سیمو کې د ملي اردو په مشرۍ په تر سره شويو چاڼيزو عملیاتو ۹ کې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د هلمند له ۲۱۵میوند قول اردو څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد عمليات په تېرو ۲۴ساعتونو کې ترسره شوي او د ۹ وسله والو له وژلو...

slideshow, كورني خبرونه

غزنې کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه په شا تمبول شوي

توسط - غزنې کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه په شا تمبول شوي

سيمه ييز چارواکي وايي، د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د ملي پولیسو پر پوستو بريدونه په شا تمبول شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري کلید ته وويل، چې د غزني ولایت په مرکز، دې یک، زنخان، قره باغ، اب بند او خواجه عمري ولسوالیو کې تېره شپه...

slideshow, رپوټ, څېړنيز

په روغتونونو کې د ټیټ کیفیت لرونکي خواړه

توسط - په روغتونونو کې د ټیټ کیفیت لرونکي خواړه

كليد ګروپ په يوه څېړنيز راپور کې موندلې چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د هېواد په یو شمېر روغتونونو کې د قراردادونو خلاف د ډېر ټیټ کیفیت لرونکي خواړه ناروغانو ته ورکول کېږي. کلید ګروپ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له ناروغانو او ډاکترانو سره مرکې کړې دي او داسې معلومات په لاس ورغلي، چې په کې لیدل کېږي، په روغتونونو...