كورني خبرونه

د افغانستان بانک: خلک لا هم په فراه او نیمروز کې ایراني تومان کاروي

توسط - د افغانستان بانک: خلک لا هم په فراه او نیمروز کې ایراني تومان کاروي

د افغانستان بانک مسوولین د هېواد د لوېديځ په یو شمېر ولایتونو کې د ایراني اسعارو یا تومانو د چلښت په اړه اندېښنه څرګندوي. په لودېځ کې د افغانستان بانک رییس انورشاه یوسفي کلید ته وویل، اوس مهال د فراه او نیمروز ولایتونو ډېر شمېر اوسېدونکي د ایراني اسعارو یا تومانو څخه په راکړه ورکړه کې کار اخلي. یوسفي وایي، د بهرنیو اسعارو د مخې...

slideshow, كورني خبرونه

جلال اباد کې ۳ ځانمرګي ونیول شول ‎

توسط - جلال اباد کې ۳ ځانمرګي ونیول شول ‎

ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو درې تنه بریدګر له یوه موټر بم سره یو ځای نیولي دي. د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، نیول شوي درې ځانمرګي، چې په یوه کرولا ډوله موټر کې یې ۱۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو او غوښتل يې چې د جلال اباد ښار په یوې ګڼ مېشته سیمه کې چاودنه ورکړي، خو مخکې...

slideshow, كورني خبرونه

يونيسکو: افغانستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی

توسط - يونيسکو: افغانستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی

يونيسکو وايي، تېر کال افغانستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد و. د ملګرو ملتونو د دغې فرهنګي ادارې د خپرو شوو شمېرو له مخې، افغانستان او مکسيکو تېر کال د خبريالانو لپاره زيات خطرناک هېوادونه وو، چې په کې ۱۳-۱۳ خبريالان وژل شوي دي. له افغانستان او مکسيکو وروسته يمن کې ۱۱ ، عراق کې ۹ او سوريه کې ۸ خبريالان...

كورني خبرونه

هلمند کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - هلمند کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې د عملياتو په مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګرشک ولسوالۍ په ابپاشک او سپين مسجد او د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنيتي حوزې بشران سيمه کې ترسره شوي دي. هغه زياته...

slideshow, كورني خبرونه

د لغمان ولايت د حقوقو امر ووژل شو

توسط - د لغمان ولايت د حقوقو امر ووژل شو

نامعلومو وسله والو تېر ماښام ناوخته د لغمان ولايت د حقوقو امر د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې په ډزو وژلی دی. د ننګرهار د والي وياند عطا‌ء الله خوګياڼي کليد ته وويل، د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د لغمان ولايت د حقوقو مدير مجيب الرحمن، چې د خوږياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و، د ناڅرګندو موټر سايکل سپرو وسله والو...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رييس: د جګړې د ختمولو لپاره د سولې دوه اړخيزه تګلار لرو

توسط - جمهور رييس: د جګړې د ختمولو لپاره د سولې دوه اړخيزه تګلار لرو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې دوه اړخيزه تګلاره لري، چې يوه برخه يې په پاکستان او بله يې په طالبانو پورې تړلې ده. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو کمېټې رئيس خيريت عمروف او ورسره پلاوي سره د ليدنې په مهال وکړې. د جمهوري...

slideshow, كورني خبرونه

ولایتي شوار: د هرات کانونه په ناقانونه توګه استخراجېږي

توسط - ولایتي شوار: د هرات کانونه په ناقانونه توګه استخراجېږي

د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي د دې ولایت د کانونو د ناقانونه استخراج په اړه اندېښنه څرګندوي. د دې شوارغړي غلام حبیب هاشمي کلید ته وویل، چې د یو شمېر کانونو د کیندنې قردادونه پای ته رسېدلي، خو لا هم هغه معادن په ناقانونه ډول استخراجېږي. هاشمي زياتوي، د هرات د کانونو ریاست په دغه کانونو باندې هېڅ ډول کتنه او څارنه...

slideshow, كورني خبرونه

نادرشاه کوټ کې ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - نادرشاه کوټ کې ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست امنیتي چارواکي وایي، ددې ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په مهال لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خوست امنیې قومندان مل پاسوال فیض الله غیرت د یوې خبرې ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې یاد عملیات د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنې خېلو سیمې اړوند په څوۍ، سپین کوڼ او پلوڅو سیمو کې...

slideshow, كورني خبرونه

طالبانو شيبر ولسوالۍ کې د باميان – بغلان لاره وتړله

توسط - طالبانو شيبر ولسوالۍ کې د باميان – بغلان لاره وتړله

د باميانو سیمه ييز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو يوې ډلې د دې ولايت په شيبر ولسوالۍ کې د غره يوې څنډې ته چاودنه ورکړې، چې له بغلان او د هېواد شمالي ولايتونو سره يې د ټرافيکو پرمخ لاړه تړلې ده. د شيبر ولسوالۍ ولسوال محمد عظيم فريد کليد ته وويل، وسله والو طالبانو دا کړنه تېره ورځ ترسره کړې، چې په دې...

Uncategorized

سراج العمارت کې د واليبال درې ورځې وړاندې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

توسط - سراج العمارت کې د واليبال درې ورځې وړاندې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په ورزشي ډګر کې د سولې جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال درې ورځې وړاندې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې. د ننګرهار د بدني روزنې امر سيد عالم شاه مختاري وايي، د واليبال په دې سياليو کې د دغه ولايت پر اوو ولسواليو سربېره د لغمان يوې لوبډلې هم...