توسط sarwan -
د بلوچستان د ازادي غوښتونکي ملي غورځنګ او د بلوڅو محصلينو ټولنې ويلي، چې پاکستاني پوځيانو د يوه بلوڅ ازادي غوښتونکي مشر الله نذر بلوڅ مېرمن او ماشومان نيولي او په اړه يې هېڅ راز معلومات چا ته نه ورکوي.
د بلوچستان بېلتون غوښتونکي او د بشري حقونو ډلې وايي، د پاکستان پوځ او پوځي استخباراتو تر دې پخوا هم په ځلونو د بلوچستان...
توسط sarwan -
د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو پر مشر د چاودنې له کبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو د مشر ملک جان محمد په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله...
توسط sarwan -
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځه پياوړي لوبغاړي محمد نبي، سميع الله شينواری، راشد خان، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان د بنګله دېش د سږ کال د غوره ليګ (BPL) سياليو کې لوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له نجيب الله ځدراڼ پرته نور ټول لوبغاړي بنګله دېش ته رسېدلي او نوموړی به هم ډېر ژر دغه هېواد ته لاړ شي.
يادې سيالۍ...
توسط sarwan -
په هرات ولايت کې د خپل ماين چاودنې د دوو قوماندانانو په ګډون اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دا پېښه د کشک کهنه ولسوالۍ درزک سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، طالبانو د امنيتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ماين ښخاوه، چې خپله يې پر...
توسط sarwan -
له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو د لومړۍ جوپې بېړۍ نن سهار د ایران چابهار بندر ته ورسېده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، چې دغه غنم به له بېړۍ تر کښته کولو وروسته ډېر ژر افغانستان ته را ولېږدول شي.
په یادې بېړۍ کې ۱۵ زره ټنه غنم راوړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په...
توسط sarwan -
د کونړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کې د يوه عامه کتابتون د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کونړ ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د والي وحيدالله کليمزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو او يو شمېر قومي مشرانو له لوري په نورګل ولسوالۍ کې د ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم...
توسط sarwan -
د بغلان امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په بُرکې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع تېره ورځ خبري غونډې ته وويل، چې له دوو ورځو راهيسې په بُرکې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه، چې تراوسه د جګړې...
توسط sarwan -
جمهور رئيس محمد اشرف غني په کابل ښار کې د تېرې ورځې تروريستي بريد په اړه امنيتي مسوولينو ته امر کړی، چې د پېښې سيمې ته د ځان وژونکي د ورتګ څرنګوالی په هراړخيزه توګه وارزوي.
دغه بريد تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې او ۱۵ دقيقې د کابل ښار په وزير اکبر خان سيمه کې وشو.
د دې ځانمرګي بريد په نتيجه کې د وژل...
توسط sarwan -
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د سې شنبې په ورځ د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري د کليوالي صنعتونو د پراختيا او بازار موندنې په هدف درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه نندارتون په اړه وويل، په ۳۰ غرفو کې شاوخوا ۷۰ قلمه بېلابېل کورني توليدات نندارې ته اېښودل شوي،...
توسط sarwan -
چارواکي وایي، د هرات په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۴۰ شنو خونو د جوړېدو طرحې د والي محمد اصف رحیمي له لوري منظورې شوې.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، چې يادې شنې خونې په ټول هرات کې جوړېږي، خو یوازې ۹ شنې خونې به په ګذره ولسوالۍ کې جوړې شي.
فرهاد د دغو شنو خونو د لګښت په اړه څه...