slideshow, كورني خبرونه

بادغیس کې ناپېژاندو وسله والو یو ښوونکی وژلی

توسط - بادغیس کې ناپېژاندو وسله والو یو ښوونکی وژلی

باغیس ولایت کې ناپېژاندو وسله والو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی. د باغیس ولايت امینې قومندان عبدالروف تاج کلید ته وویل، دغه ښوونکی چې جاوېد نومېږي تېره شپه بالامرغاب ولسوالۍ کې د خپل کور مخې ته د وسله والو مخالفینو له لوري ووژل شو. قومندان تاج د دغه ښوونکي د وژنې اصلي علت شخصي او پخوانۍ دښمني ښيي او زياتوي، ۹ میاشتې مخکې د...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

هرات کې د ۵۵ میلیونه افغانيو په لګښت کانال جوړېږي

توسط - هرات کې د ۵۵ میلیونه افغانيو په لګښت کانال جوړېږي

په لوېدیځ کې د هریرود- مرغاب سمندر حوزوي مسوولین د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ کې د سفید روان د اوبو لګولو د کانال جوړولو خبر ورکوي. دغه کانال چې ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د نړيوال بانک او د برېښنا او اوبو وزارت په بوديجې جوړېږي. ياد کانال ۴۰ کیلو مټره اوږدوالی او اوه اعشاريه پنځه مټره پراخ والی لري، چې په راتلونکو...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

د ګردېز ښار د حلقوي سړک د سروې چارې پيل شوې

توسط - د ګردېز ښار د حلقوي سړک د سروې چارې پيل شوې

د ګردېز ښار د حلقوي سړک جوړولو د سروې چارې د پکتيا د والي شميم خان کټوازي په شتون کې عملاً پيل شوې. د ياد سړک لپاره د سروې ټيمونه د ټولګټو له وزارت څخه ورغلي دي، چې له سروې او ډيزاين وروسته به يې په راتلونکي کال کې قراداد لاسليک او د جوړولو چارې به يې عملاً پيل شي. د پکتيا والي شميم خان...

slideshow, كورني خبرونه

خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ۵ ورځنی کمپاين پيل شو

توسط - خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ۵ ورځنی کمپاين پيل شو

په خوست ولایت کې ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو، چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې به ماشومان واکسین شي. د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په دې کمپاین کې به شاوخوا درې سوه زره ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین ورکړل شي. د خوست دې...

اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

د کټواز د لوري ولسوالۍ اوسېدونکي د خپلو سيمو د سړکونو د جوړېدو غوښتنه کوي

توسط - د کټواز د لوري ولسوالۍ اوسېدونکي د خپلو سيمو د سړکونو د جوړېدو غوښتنه کوي

د پکتیکا ولایت د کټواز لوري ولسوالۍ يو شمېر خلک د جاني خېل- خیرکوټ سړک د جوړېدو تر څنګ د ځینو نورو هغو سړکونو د جوړېدوغوښتنه کوي، چې یادې ولسوالۍ له یو بل او بیا د کټواز له عمومي سړک سره نښلوي. د جاني خېلو ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدشاه کامراني په دې اړه کليد ته وويل، چې له دوی سره له خیرکوټ تر...

كورني خبرونه

اچين کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه شوي

توسط - اچين کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريدونو له کبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطا‌ء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ پر مامند، څپرې، چنارو، نرګوسه او يو شمېر نورو سيمو د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريدونو ۱۵ داعش وسله وال وژلي...

slideshow, كورني خبرونه

اروزګان کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - اروزګان کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې يې د عملياتو په مهال ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري په وينا، طالبانو د دې ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، خو امنيتي ځواکونو يې پلان شنډ کړ. دی زياتوي، چې تېره شپه په جګړه کې يو شمېر سيمې...

slideshow, كورني خبرونه

پاکستاني ځواکونو په لعلپورې ولسوالۍ د هاوان ۱۳ مرمۍ توغولي

توسط - پاکستاني ځواکونو په لعلپورې ولسوالۍ د هاوان ۱۳ مرمۍ توغولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د لعلپورې ولسوالۍ په ګڼو سیمو د ډیورنډ له فرضي کرښې له هاخوا ۱۳ د هاوان مرمۍ را توغول شوې دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته د لعلپورې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو باندې د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا څخه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان ۱۳ مرمۍ...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو نه لیکلو په اړه اعتراضیه ناسته او لاریون وشو

توسط - ننګرهار کې تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو نه لیکلو په اړه اعتراضیه ناسته او لاریون وشو

په ننګرهار کې تېره ورځ ګڼو مدني فعالانو او د ولایتي شورا وکیلانو د برېښنايي تذکرو په تړاو د ولسي جرګې د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ. د ولسي جرګې غړو تېره اوونۍ د جمهور رییس هغه فرمان رد کړ، چې په کې ویل شوي و تذکرو کې دې د افغان او اسلام کلیمې ولیکل شي. لاریون کوونکو چې د ولسي جرګې د وکیلانو...

كورني خبرونه

هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بريدونو کې ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي

توسط - هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بريدونو کې ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي. د هلمند له ۲۱۵میوند قول اردو څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو ددې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې په دو بېلابېلو هوايي بریدونو کې ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي،...