slideshow, كورني خبرونه

ميدان وردګ کې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا وتمبول شو

توسط - ميدان وردګ کې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا وتمبول شو

د ميدان وردګ امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې د پوليسو پر تعليمي مرکز د وسله والو طالبانو بريد يې په شا تمبولی او هغوی ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. د ميدان وردګ امنيه قوماندان جنرال فهيم قايم وويل، چې لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک ټونس ډوله موټر د پوليسو...

slideshow, كورني خبرونه

ناپېژاندو وسله والو د هرات د ولايتي شورا يو غړی وواژه

توسط - ناپېژاندو وسله والو د هرات د ولايتي شورا يو غړی وواژه

ناپېژاندو وسله والود د هرات د ولايتي شورا يو غړی وواژه. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د دې ولايت د ولايتي شورا غړي محمد فاضل عفيف جمشېدي جسد يې روغتون ته وروړی دی. د شېرزي په وينا، دا پېښه د امام فخر راضي سيمه شوې چې له جمشېدي سره...

slideshow, رپوټ, ټولنیز

شمشاد بېرته خپلې خپرونې پيل کړې

توسط - شمشاد بېرته خپلې خپرونې پيل کړې

پر شمشاد ټلويزون بريد پای ته ورسېد او عادي نشرات يې بېرته پيل کړل. نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې لومړی د شمشاد راډيو ټلويزيون د ودانۍ مخې ته ځانمرګی بريد وشو او وروسته څو تنه وسله وال کسان دې ودانۍ ته ننوتل. د شمشاد د نشراتو مسوول نسيم پښتون کليد ته وويل، چې په دې بريد کې د شمشاد ټلويزيون دوه تنه ساتونکي ووژل...

Uncategorized

د شمشاد راډيو ټلويزيون پر ودانۍ ډله ييز بريد لا هم دوام لري

توسط - د شمشاد راډيو ټلويزيون پر ودانۍ ډله ييز بريد لا هم دوام لري

د کابل ښار په اتمه امنيتي حوزه کې د شمشاد راډيو ټلويزيون پر ودانۍ ډله ييز بريد دوام لري. نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې لومړی د شمشاد راډيو ټلويزيون د ودانۍ مخې ته ځانمرګی بريد وشو او وروسته څو تنه وسله وال کسان دې ودانۍ ته ننوتل. وسله وال کسان تراوسه له امنيتي ځواکونو سره پر جګړې بوخت دي او په يادې ودانۍ کې...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې لا هم ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتېږي‎

توسط - ننګرهار کې لا هم ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتېږي‎

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، ناامنیو په دې ولایت کې ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسین څخه بې برخې پاتې کړي دي. د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال د پوليو ضد د واکسين د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل، چې د پولیو واکسین کمپاین په ترڅ کې به اوه لکه او شپږ شپېته زره د پنځو...

Uncategorized

کابل کې په شمشاد ټلويزون وسله وال بريد شوی

توسط - کابل کې په شمشاد ټلويزون وسله وال بريد شوی

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې پر شمشاد راډيو ټلويزيون ډله ييز وسله وال بريد شوی. د شمشاد راډيو ټلويزيون مسوول نسيم پښتون کليد ته وويل، چې اول له دروازې سره چاودنه وشوه او ورپسې نور بريدګر ودانۍ ته ننوتل. دی وايي، سيمې ته امنيتي ځواکونه ورسېدلي او جګړه روانه ده. د بريد د تلفاتو په اړه معلومات نشته. د...

Uncategorized

د مکاني معلوماتو د تنظيم مرکز جوړولو په اړه د بحث غونډه وشوه

توسط - د مکاني معلوماتو د تنظيم مرکز جوړولو په اړه د بحث غونډه وشوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د هېواد د مکاني معلوماتو د مرکزي کولو طرحې په اړه د بحث غونډه تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د احصائيې رئيس نورالله ستانکزي د مکاني معلوماتو د اوسني وضعيت او د هغو د مرکزي کولو په اړه...

slideshow, كورني خبرونه

يوې مېرمنې خپل خاوند تر وژلو وروسته وسوځاوه

توسط - يوې مېرمنې خپل خاوند تر وژلو وروسته وسوځاوه

په هرات ولايت کې يوې مېرمنې خپل مېړه وژلی او د هغه جسد يې سوځولی دی. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاه کليد ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د هرات ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند ګواليان سيمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي زياته کړه، مېرمنې لومړی خپل مېړه د ګاز ډبې په وسيله وژلی او وروسته يې د جرمي نښو...

slideshow, كورني خبرونه

ارګ د وټس اپ او ټيليګرام د بندېدو طرحه رد کړه

توسط - ارګ د وټس اپ او ټيليګرام د بندېدو طرحه رد کړه

د ملي يووالي حکومت د وټس اپ او ټيليګرام د بندېدو اړوند خپرو شوو خبرونو په اړه وايي، هېڅ ادرس او بنسټ ته د بيان ازادۍ د وسايلو د بندولو اجازه نه ورکوي. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اساسي قانون د بيان ازادي تضمين کړې او د ملي يووالي حکومت د هغه د ارزښتونو اجرا او ساتنې ته ژمن دی. سرچينه...

slideshow, كورني خبرونه

جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ يو کار کوونکی ووژل شو

توسط - جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ يو کار کوونکی ووژل شو

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د پاکستان کونسلګرۍ يو کار کوونکی نارا اقبال، چې په رانا مشهور و، د دوشنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې جلال اباد کې د دوو موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري د تومانچو په ډزو وژل شوی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، د پاکستاني ويزو لګولو دغه کار کوونکی،...