slideshow, كورني خبرونه

هلمند کې موټربم ځانمرګی بريد شوی

توسط - هلمند کې موټربم ځانمرګی بريد شوی

د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ کې موټر بم بريد دوه سرتېري برسېرن ټپيان کړي دي. د هلمند ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار څه کم شپږ بجې د ناوې ولسوالۍ شورشورک سيمه کې يو هاموې ټانک، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د ګډو ځواکونو عسکري کمپ ته څېرمه د ملي اردو سرتېرو تر پېژندنې...

slideshow, كورني خبرونه

غزني کې پر امنيتي پوستو د وسله والو ډله ييز بريد په شا وتمبول شو

توسط - غزني کې پر امنيتي پوستو د وسله والو ډله ييز بريد په شا وتمبول شو

د غزني د مرکز شهباز سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی. د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې سيمې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد کړی، چې بريد يې په شا تمبول شوی او...

slideshow, كورني خبرونه

کاپيسا کې ملي اردو پر طالبانو هوايي بريد کړی

توسط - کاپيسا کې ملي اردو پر طالبانو هوايي بريد کړی

د کاپيسا امنيتي چارواکي د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د هوايي بريد له کبله د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې دا بريد تېر مازديګر د تګاب په جنوبي برخه کې د طالبانو پر يوې غونډې شوی دی. هغه زياته کړه، چې په...

slideshow, اقتصاد, بيارغونه, كورني خبرونه

غزني کې ۲ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

توسط - غزني کې ۲ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت په اجرستان او اندړو ولسوالیو کې د نږدې ۲۳ ملیونه افغانیو په ارزښت ۲ روغتیایي مرکزونو ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د اجرستان ولسوالۍ د لنګرخېلو جامع روغتیایي مرکز ودانۍ، چې د رغولو چارې یې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال په لومړیو کې پیل شوې وې د نهه ميلیونه شپږ سوه شپاړلس زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې له ټولو ملحقاتو...

اقتصاد, كورني خبرونه

ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه

توسط - ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه

په ننګرهار ولايت کې ۴۲۰ راستنو شوو او له خوږياڼو ولسوالۍ نه بې ځاىه شوو ۲۰۰ کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال احمدولي حکمي له مرستندويه ادارو د مننې ترڅنګ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني متحده عربي اماراتو ته لاړ

توسط - جمهور رئيس غني متحده عربي اماراتو ته لاړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې متحده عربي اماراتو ته لاړ. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني به د لوور موزيم د پرانيستې مراسمو کې پر ګډون سربېره د متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو سره کتنې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا او امنيتي مسايلو...

slideshow, كورني خبرونه

ننګرهار کې د دولت ۹ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

توسط - ننګرهار کې د دولت ۹ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت هسکې مېنې، بټي کوټ او چپرهار ولسواليو کې د وسله والو ډلو خپلمنځي او امنيتي ځواکونو سره د نښتو او هوايي بريد په ترڅ کې د يو ډلمشر په ګډون د دولت نهو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين سيمه کې تېره شپه د هوايي بريد له کبله...

slideshow, كورني خبرونه

مايک پينس جمهور رئيس غني سره ټيليفوني خبرې وکړې

توسط - مايک پينس جمهور رئيس غني سره ټيليفوني خبرې وکړې

د امريکا مرستيال جمهور رئيس مايک پينس تېر ماښام جمهور رئيس محمد اشرف غني ته ټيليفون وکړ او د افغانستان پر امنيتي حالاتو ورسره وغږېده. د نوموړي دفتر وايي، دواړو خواوو په ټيليفوني خبرو کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پر مورال د جمهور رئيس ټرمپ د جنوبي اسيا او افغانستان د وروستۍ ستراتېژۍ پر اغېز او د طالبانو په اړه...

slideshow, كورني خبرونه

د افغانستان په اړه د ناټو او متحدينو د دفاع وزيران خبرې کوي

توسط - د افغانستان په اړه د ناټو او متحدينو د دفاع وزيران خبرې کوي

د ناټو سازمان او متحدينو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه، چې د افغانستان په اړه هم په کې خبرې کېږي، نن د بلجيم پايتخت بروکسل کې پيلېږي. د ناټو سازمان مرستيال وياند پيرس کزاليټ وايي، په دې غونډه کې به د ناټو سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ترڅنګ د متحدينو لسو نورو هغو هېوادونو، چې په افغانستان کې د ناټو...

slideshow, كورني خبرونه

د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډې جوړه شوه

توسط - د جمهور رئيس غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډې جوړه شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه د سې شنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د دښمنانو ځپلو او د وطن په دفاع کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او سرښندنو د ستاينې ترڅنګ د غزني، اروزګان، کندهار، هلمند، فراه، کونړ، نورستان،...