توسط sarwan - - 21 لړم 1396
د کندوز ولایت يو شمېر ډاکټران وایي، چې دوی په امن کې نه دي او دغه لوی ولایت د کندوز ډاکټرانو ته زندان جوړ شوی دی.
نږدې ۱۸ ورځې وړاندې په کندوز کې د یو تن ټرېنر مختحصص ډاکټر عبدالستار غفوري ۱۰ کلن زوی چې د ښوونځي زده کوونکی و، وتښتول شو چې تراوسه پورې د سړي تښتوونکو په منګولو کې دی.
دوی وايي، تراوسه...
توسط sarwan - - 21 لړم 1396
د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په کابل کې د روسيې له سفير سره د پارلماني ټاکنو او عنعنوي لويې جرګې په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه له الکساندر منتيتيسکي سره تېره ورځ د ده په کاري دفتر کې شوې ده.
دا چې د پارلماني ټاکنو او عنعنوي لويې...
توسط sarwan - - 21 لړم 1396
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ کې د ازبک او ترکمن قومونو له يو شمېر مشرانو سره په ليدنه کې ويلي، چې ډېر ژر به د هېواد په شمال کې د امنيتي وضعيت د بدلون او لا ښه والي شاهدان واوسي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي، د ترکتبارانو د پيوستون شورا رئيس سيد...
توسط sarwan - - 21 لړم 1396
هلمند کې يو شمېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او له دولت څخه په دې برخه پاملرنه غواړي.
د لښکر ګاه ښار يو شمېر ماشومانو کليد ته وويل، چې په ماشومتوب کې د دوی درانه کارونه د دوی راتلونکي ته زيان رسوي او زياتوي، چې دا چاره کولی شي ټولنه هم په راتلونکي کې له ځينو خطرونو سره مخ کړي.
دوی وايي، درنوکارونو ته...
توسط sarwan - - 21 لړم 1396
په غزني کې له یو شمېر بې سرپرستو ماشومانو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
په ياد ولايت کې د ډاکتر نجیب الله بنسټ له یو شمېر هغو بې سرپرستو ماشومانو سره مرسته وکړه، چي پلرونه يې په دې ورستیو جګړو کې، چې د امنیتي سرتېرو په لیکو کې يې دنده سرته رسوله، له لاسه ور کړي دي.
یاده مرسته چې د ژمي جامې...
توسط sarwan - - 20 لړم 1396
په پکتیا کې مدني فعالانو او قومي مشرانو نن په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د ټاکنو کمیسیون پر مشرتابه فشارونه وغندل او دا یې د قانون خلاف عمل وباله.
دوی وويل، چې په وروستيو کې د حکومت د داخل او ځينې له حکومت بهرنۍ کړۍ پر نجيب الله احمدزي فشارونه واردوي او استعفا ته يې اړ کوي.
مدني فعال سمیع الله احمدزی وايي، ((...
توسط sarwan - - 20 لړم 1396
د ننګرهار په جلال اباد ښار کې نن سهار لوستو ګونګیانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه لاریون وکړ.
ياد ګونګيان چې د ننګرهار ولایت مقام مخې ته د یوه لاریون په شکل راټول شوي وو، پر دولت نیوکه کوله، چې تر اوسه یې هغوی ته لازم خدمات نه دي وړاندې کړي.
دغو لوستو ګونګیانو په اشاروي ژبه له رسنیو سره خبرې کولې.
د...
توسط sarwan - - 20 لړم 1396
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاوې په سیمه کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې پرمهال یې ۴ داعش او...
توسط sarwan - - 20 لړم 1396
د غور ولايت ځايي چارواکي وايي، د فېروز کوه شپږ کلي وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي او په دې کليو کې يې خپل سپین بيرغونه ځړولي دي.
د غور والي محمد ناصر خاضع کلید ته وویل، چې طالبانو له درېیو ورځو راهيسې د فېرروز کوه ښار فیاق سيمه کې شپږ کلي نيولي دي.
د غور والي وایي، چې تر اوسه پورې د دغو کليو...
توسط sarwan - - 20 لړم 1396
د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په څرخ او خروار ولسواليو کې د روانو عملياتو په مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح په وينا، د تازه عملياتو له پيل راهيسې تراوسه ۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
دی وايي، نړيوال ځواکونه په دې عملياتو د افغان امنيتي ځواکونو...